د لاس رسي وړ اتصالات

دناجیریا دجمهوری ریاست دمقام لپاره رایه اچول پیل شویدی 


په داسی وخت کې دناجیریا دجمهوری ریاست دمقام لپاره رایه اچول پیل شویدی چې تاوتریخوالی او لوژستکی ستونزی دوام لری: دناجیریا خلک نن دشنبی په ورځ دجمهوری ریاست دمقام لپاره رایه ورکوی په داسی حال کې چې تاوتریخوالی دوام لری او درایه ورکول دپاڼو په ویش کې ځنډ راغی . دنولسوه شپیتم کال نه راپدی خوا چې ناجیریا له بریتانی نه خپلواکې واخیستله، دالومړی ځل دی چې په سوله ایزه طریقه قدرت انتقالیږی . دانتخاباتی مبارزی په وخت کې ډیر تاوتریخوالی پیدا شوی وچې په ټوله ناجیریاکې په لسگونوکسان پکې وژل شوی وو. نن سهار په پائتخت ابوجاکې دانتخاباتو دکمیسیون په دفترباندی حمله وشوه مگرناکامه شوه . دگازټینکر پخپل هدف ونه لگیده اونه چاودیده . دامریکا دبهرنیو چارو پخوانې وزیره مادلن البرائټ او دکاناډا پخوانی صدرا‏عظم ‏(‎جیو کلارک ‏)‎ دهغو کسانو په کتاردی چې ددغو انتخاباتو څارنه کوی . ننی رایه اچول دوه ساعته وځنډیدل ځکه چې دانتخاباتو دچارو مامورانو نوی پاڼې ویشلی چې دجمهوررئیس مرستیال اتیکوابوبکر پکی شامل کړی . دناجیریاسترې محکمې دهفتی په سرکې دانتخاباتو دکمیسیون فیصله ردکړه چې ښاغلې ابوبکر ئې دانتخاباتی مبارزی نه بی برخی کړی و.

XS
SM
MD
LG