د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه افراطیان او دپولیسو یو صاحب منصب وژل شویدی


دافغانستان په ختیځ کې مقامات وائې، دمشکوکو یاغی طالبانو اوپولیسانو ترمنځ په جگړه کې پنځه تنه افراطیان او دپولیسو یوصاحب منصب وژل شویدی . دپولیسو صاحب منصبان وائې، دغه جگړه نن دشنبی په ورځ دپکتیا ولایت دزرمت په ولسوالې کې وشوه . مقامات وائې،پولیسانو له افراطیانونه یو موټراو یوه اندازه وسلی لاس ته راوړی دی . دناټو مقاماتو پرون دجمعی په ورځ وویل، دافغانستان په جنوب کې په دو جلا چادونوکې دوه عسکر ئې ووژل شول . په دغو دوعسکرو کې یوئې دهالنډ دی چې دهلمند په ولایت کې دگزمی په وخت کې په ځمکنې مائن باندی وخوت. دی لومړی هالنډی عسکر دی چې په افغانستان کې دجگړی په وخت کې وژل کیږی ،که څه هم چې یوشمیرنورهالنډی عسکردجنگ په غیر نورو پیښو کې وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG