د لاس رسي وړ اتصالات

د چو سونگ هو کورنی وایی چی ده  نړی په ویر او ماتم ولړله


د چو سونگ هو کورنی چی د ویرجینیا تیک په پوهنتون کی یی ٣٢ تنه په بی رحمی سره ووژل ، وایی چی ده نړی په ویر او ماتم ولړله. په هغه لیک کی چی د قاتل د خور سون کونگ چو له خواو د جمعی په ورځ خپور شو راغلی چی د دوی کورنی د دی غم لړلی پیښی له امله خواشینی ده او دده د ورور د لاسه د قربانیانو د کورونیو نه یی معزرت وغوښته. دی پدی لیک کی زیاته کړی چی زمونږ کورنی هیڅکله په دی نه پوهیده چی دی وتوانیږی داسی یو د دی په قول د نه منلو عمل دی وکړی. سون کونگ چو وویل چی د هغوی کورنی د مرستی نه عاجزه ، نا امیده او گیچ ده او خپل ورور می سونگ هو چو چی دی په کوریایی ژبه یی نوم واخیست ،د لاسه ورکړی چی خپل ځان یی د دوشنبی په ورځ له هغه وروسته وواژه چی د امریکا په تاریخ کی یی تر ټولو خونړی عام قتل کړی دی. د جمعی د ورځ په گهیځ په ټوله امریکا کی د قربانیانو لپاره د سوگواری مراسم ترسره شول.

XS
SM
MD
LG