د لاس رسي وړ اتصالات

په بنگله دیش کې یوې محکمې دپخوانې صدراعظمی دبندی کیدو حکم کړیدی


په بنگله دیش کې ماموران وائې، دمخالفی مشرۍ او پخوانی صدراعظمې شیخ حسینه دبندی کیدو حکم ورکړل شویدی چې دقتل تور ورباندی لگیدلی دی. مقامات وائې ، په ډاکه کې ېوې محکمې نن دیکشنبی په ورځ دمیرمن حسینی او دهغې ددو همکارانو محمدنسیم او عبدالمالک دبندی کیدوحکم کړیدی . تیرکال دډاکې د‏(‎پالټن ‏)‎ په سیمه کې بلواشوی وه چې څلورتنه پکې وژل شوی وواو په میرمن حسینه تورلگیدلی چې په دغو قتلونو کې ئې لاس لاره .گمان کیږی چې دهغې دگوند غړو دغه قتلونه کړیدی . پخوانی صدراعظمه دامریکا دسفرنه وروسته لندن ته تللی او اوس هلته ده . هغه غواړی چې نن ناوخته په الوتکه کې ډاکی ته ولاړه شی مگر تیره هفته دبنگله دیش په مطبوعاتو کې رپوټونه خپاره شوی وو چې وائې، میرمن حسینی ته به اجازه ورنکړل شی چې هیواد ته راستنه شی .

XS
SM
MD
LG