د لاس رسي وړ اتصالات

دوه سرتیرو په بغداد کې دموټر بم دوه چاودنی کړیدی


عراقی پولیس وائې، دوه سرتیرو نن دیکشنبی په ورځ په بغداد کې دپولیسوماموریت ته نژدی خپلی موټری په بمونووالوزولی چې لږترلږه دو لس تنه ئې ووژل او څه دپاسه پنځه اویاتنه ‏(‎٧٥ ‏)‎ ئې زخمیان کړل . دغه حمله دبعیا‏(‎ BAYAA ‏)‎ په سیمه کې وشوه چې اکثره اوسیدونکی ئې شعیه گان دی. په دغه حمله کې پولیس او ملکیان ووژل شول . دبریتانی عسکرو په بصره کې په یوکورباندی دحملی په وخت کې یو تن وواژه . پرون دشنبی په ورځ وسله والو کسانو دفلوجه دښاری شورا رئیس وویشت اوویواژه . څو هفتی پخوا ددغې شورا پخوانی رئیس هم وژل شوی و. دغه دواړه کسان په عراق کې دالقاعدی دډلې سخت مخالف وواو انتقادونه ئې ورباندی کول . دعراق صدراعظم نوری المالکی وائې، په عراق کې فرقه ئې تاوتریخوالی ترزیاتی اندازی پوری ترکنټرول لاندی دی او دتازه وخت دبمونو دچاودنو ملامتی ئې په القاعده باندی واچوله . هغه دخپل مصری انډول احمدی نظیفی سره په قاهره کې پدی باب خبری وکړی. په عینی وخت کې په عراق کې دامریکا لوړ قوماندان جنرال ډیویډ پیټریوس دواشنگټن پوست ورځپاڼی ته وویل، دفبروری دمیاشتی نه راپدی خوا چې په امریکائې او عراقی عسکروکې زیاتوالی راغلی دی، په بغداد او دانبار په ولایت کې دامنیت وضع ښه شویده . مگرهغه وویل، په نورو سیموکې حملی زیاتی شویدی .

XS
SM
MD
LG