د لاس رسي وړ اتصالات

واځی  تقریبآ پنځلس فیصده هغه خلک چی د اچ آ وی ویروس په وجود کی لری ،کولای شی د اچ آ وی په ضد دوا تر لاسه کړی


پدی وروستیو وختونو کی د نړیوال روغتیایی سازمان ،UNICEF , UNAIDS ادارو په خپل گډ رپوټ کی ویلی چی یواځی تقریبآ پنځلس فیصده هغه خلک چی د اچ آ وی ویروس په وجود کی لری ،کولای شی د اچ آ وی په ضد دوا تر لاسه کړی.

پدی رپوټ کی راغلی چی پنځه پنځوس زره په اچ ای وی اخته مریضان په دولتی روغتیایی مرکزونو او ١٥ زره مریضان به په شخصی کلینیکونو کی تداوی کیږی، چی دا د دی مریضانو یو ډیر کم رقم دی چی د دوا د تر لاسه کولو زمینه ورته مساعده ده.

د هغو حامله میندو لپاره چی د اچ آی وی ویروس لری د دی لپاره چی ماشوم ته د ویروس د سرایت مخه نیول شوی وی د تداوی امکانات باید زیات وی خو دوی ته لا تر نورو خلکو هم امکانات کم دی چی یواځی دری فیصده یی کولای شی دوا تر لاسه کړی.

په هر حال د هند د احصایی له مخی پدی ملک کی پنځه اعشاریه اوه ملیون خلک د اچ آی وی په ویروس اخته دی.،چی فکر کیږی دا رقم د ټولو ملکونو نه زیات دی.

په رپوټ کی راغلی چی ‏هند د ډیرو نورو ملکونو په کتار کی دی چی د اچ ای وی دوا نه ور رسیږی. دمثال په ډول په جنوبی افریقا کی د دغو ناروغانو یواځی ٣٢ فیصده ، په کینیا کی ۴۴ فیصده او په نایجریا کی ٢٦ فیصده کولای شی دوا تر لاسه کړی.

د هند د ایدز د مخنیوی د ملی اداری ریس سوجاتا راو وایی چی هند باید وکولای شی چی د دی ناروغی مریضان مخکی لدی چی ناروغی یی پر مختللی شی تداوی کړی شی.

دی زیاتوی راوو اکت: اوس زمونږ تر ټولو زیات مسولیت دا دی چی د اچ ای وی د مریضانو د تست کولو او تشخیص امکانات زیات کړو پدی معنی چی په کال کی باید ٢٢ ملیون خلک تست شی، مونږ ته دا موضوع تر ټولو د اهمیت وړ ده ځکه چی که ونشو کولای چی په دغه ویروس اخته کسان پیدا کړو نو څنگه به وکولای شو چی هغوی تداوی کړو.

د هند د روغتیایی چارو مامورین پدی اندیښنه کی دی چی په مخدره موادو باندی د اخته کسانو ترمینځ د ستونو د شراکت له امله د اچ ای وی د ویروس انتقال زیات شوی دی.

چی زیاتره دغه واقعات په اطرافونو کی لیدل شوی دی. خو سوجاتا راو وایی چی دا واقعات د ملک په نورو برخو کی زیاتی شوی دی.

راو اکټ: شواهد ښیی چی په مخدره موادو د اخته کسانو ترمینځ د ستنو د شراکت له امله د ویروس د سرایت پیښی په ډیلی، پنجاب او مومبی کی لیدل شوی چی دا د ملک غټ ښارونه دی او په دی ترتیب دا یوه لویه ستونزه شویده.

هندی مقامات وایی چی پدی هکله د ملک ستراتیژی او هدف دا دی چی د دی ویروس د خپریدو د مخنوی لپاره وقایوی تدابیر ونیول شی، او په ملک کی روعتیایی تبلیغات زیات کړو.

XS
SM
MD
LG