د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې بمي چاودنو، اته تنه حکومتي ځواکونه ووژل


د چارواکو په وینا، لومړي بم چې په نورستان ولایت کې د ریموټ کنټرول په وسیله وچاودل شو، په یو موټر کې سپاره د استخباراتو شپږ تنه ماموران وژلي دي.

بل پلو مقاماتو خبر ورکړی چې په زابل ولایت کې هم دې ته ورته پیښه شوې چې هدف یې د پولیسو یو موټر و او په نتیجه کې یې دوه پولیس مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. حکومت د دغو چاودنو مسئولیت د طالب جنگیالیو پر غاړه اچولی دی.

همداراز افغان چارواکو په غزنی ولایت کې د استخباراتو د یو مامور د برمته کولو او سرغوڅولو په باب ویلي چې دا هم د طالبانو کار دی.

دوی وایی چی دغه افغان استخباراتي مامور اول یوې میلمستیا ته وبلل شو چې وروسته بیا برمته او ووژل شو. د پژواک په نامه یوې افغانۍ خبري شبکې ویلي، یوه کس چې ځان یې د طالبانو ویاند معرفي کړی، د دې پیښې پړه یې پر غاړه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG