د لاس رسي وړ اتصالات

د ویرجینیا د پولي تخنیک محصلان خپلو زده کړو ته ستنیږي


که څه هم د ویرجینیا ټېک پوهنتون د قربانیانو ویر تر اوسه لا تازه دی او مرگونې پیښه یې اوس هم د مطبوعاتو په سرلیک کې ځای لري، خو د نوموړي پوهنتون محصلان د یکشنبې په ورځ د درسي سمستر د دوو وروستیو اوونیو د پای ته رسولو په خاطر، بیرته د پوهنتون لیلیې ته ستانه شول.

ددوی درسي بهیر هغه وخت له خنډ سره مخ شو چې د چو سیونگ هوی په نوم یو ځوان دوه دیرش زده کوونکي او ښوونکي ووژل او بیا یې خپل ژوند هم ختم کړ. زده کوونکي په داسې حال کې د خپلو کورنیو په مرسته لیلیې ته روان و چې د تیر کال په توپیر یې، په څیرو کې د درس د بیا پیل هیجان نه لیدل کیده.

د ویرجینیا تک پوهنتون محصلانو او کورنیو یې د پوهنتون په انگړ کې د شمعې په لگولو سره د وژل شویو کسانو یاد تازه کړ. دوی لومړی له هغه ځای سره یو څو شیبې چوپ ودریدل چېرې چې د دغې مرگونې پیښې دوه لومړۍ وژنې پکې شوې وې.

ټاکل شوې ده چې دوی به بیا وروسته هغه ځای ته هم د درناوي لپاره ورځي چې دیرش تنه نور پکې وژل شوي و. د درناوي لپاره د دغې دویمې چوپتیا وروسته به د پوهنتون زنگ ٣٢ ځله وکړنگیږي او بیا به غمجن کسان ٣٢ پوکړې بوغۍ هوا ته والوزوي چی معنا یې د دوه دیرشو قربانیانو یادول دي.

تراوسه هم د پوهنتون په تالارونو او چمنونو کی یادگاري لوحې، د گلانو گیډۍ ، بلې ډیوې او لیکل شوي پیغامونه تر سترگو کیږي. ځیني زده کوونکو تصمیم نیولی چې د امبر جانسن هال له ودانۍ څخه چیرې چې پیښه پکې شوې وه، ووځي او د لیلیې په نورو ودانیو کې له نورو زده کوونکو سره ژوند وکړي.

د امریکا ډیری کلیساوو هم د یکشنبې ورځې په مذهبي مراسمو کې د ویرجنیا تیک د پیښې قربانیانو ته دعا وکړه. د ویرجنیا پولیتخنیک پخوانیو زده کوونکو هم د قربانیانو په یاد ډیوې بلې کړې او د هغو روح ته یې د بخښنې دعا وکړه.

یاده شوې پیښه، د قربانیانو شمېر ته یې په پاملرنې سره د امریکا په تاریخ کې بیسارې گڼل شوې ده.

XS
SM
MD
LG