د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې دبمونو په چاودنونکې څه دپاسه ۴٥ تنه وژل شویدی


پولیسان وائې، په لویدیځ ښار رمادی کې یورستورانت ته نژدی دموټر بم چاودنه شوی چې لږترلږه ١٩ تنه پکې وژل شویدی. ویل کیږی چې دا ترټولو بده حمله وه.

یوځانمرگی شمالی ښارموصل ته نژدی دکردستان دډیموکرات گوند ددفترمخی ته دموټر بم چاودنه وکړه چې لږترلږه لس تنه ئې ووژل.

دبغداد شمال ختیځ پلوته په شپیتو کیلومتری کې یوځانمرگی په باقوبه کې دپولیسو دماموریت سره دموټر بم چاودنه وکړه چې لږترلږه لس تنه پکې ووژل شول.

یوبل ځانمرگی بم اچونکی دگرین زون مخی ته چې ډیرکلک امنیت پکې نیول شویدی، دبغداد په یو رستورانت کې اوه تنه ووژل، په داسی حال کې چې دایران سفارت ته نژدی یوه چاودنه وشوه چې دوه تنه پکې ووژل شول.

له بل پلوه په بصره دبریتانی دعسکرو په گزمه ‏باندی حمله وشوه چې دبریتانی یوعسکر پکې ووژل شواو مقتدیه کې دبم چاودنه هم وشوه چې یوامریکائې عسکرپکې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG