د لاس رسي وړ اتصالات

بوش وایي چې د عراق په اړه به له خپل دریځه نه اوړي


جمهور رئیس بوش د ولسی جرگې د هغی پریکړې په ځواب کی چی ویلي یې و د عراق لپاره به ١٢۴ ملیارده ډالر ومني خو ځواکونه باید د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه وتل پیل کړي او په شپږو میاشتو کې په بشپړه توگه له عراق څخه ووځي، د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه به له خپل دریځه پر شا نه شي.

بوش چې له یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکې کې غږیده وویل: ”هغوی پوهیږی چې زه به داسې لایحه ویټو کړم چې د ځواکونو لپاره بودیجه د پوځ د ایستلو له پلان سره تړلې وي. د دې پر ځای چې د لاسلیک کولو وړ یوه لایحه راولیږي، دیموکراتان غواړي پیسې نورې هم وځنډیږي او د دې کار په کولو کې خپلې سیاسي موخې لري.

هغوی د داسې کولو حق لري خو دا کار زمونږ د ځواکونو او هیواد په زیان تمامیږي.” ولسمشر بوش زیاته کړه، جنرال پیټرس به په خپله د ولسی جرگی د غړو د قانع کولو لپاره د هغوی په ځانگړی توگه ووینی.

بل لوري ته په عراق کی پرون بریتانوی او ډنمارکی ځواکونو خپل یو مرکز د عراق اردو ته وسپاره. د شیباه په نوم د بریتانوی ځواکونو د لوژیستیک مرکز به اوس د عراقی ځواکونو د روزنی په مرکز بدل شی.

د مرکز د سپارلو په یوه مختصره غونډه کی منصبدارانو په دی خوښی څرگنده کړه چی د ایتلاف ځواکونه د عراق د هغو سیمو کنترول عراقی قواوو ته د سپارلو په پروگرام کار کوی چی پدی نژدو وختونو کی برتانوی عسکر ځنی ووځی.

نن زه پدی خوشاله یم چی یو ځل بیا داسی یوه غونډه جوړیږی چی د عراق د ټول اولس لپاره د عزتمن او خوشاله ژوند ضمانت کوی. تیره میاشت هم په بصره کی دوه برتانوی مرکزونه شات العرب او الساعی عراقی ځواکونو ته سپارل شوی و.

د بریتانیې د صدراعظم ټونی بلیر د اعلان له مخی له عراق څخه ١٦٠٠ بریتانوی عسکر وتلو ته چمتو دی او په راتلونکو څو میاشتو کی کیدای شی په عراق کی د ٧٠٠٠ کسیز بریتانوی ځواک څخه نور هم بیرته خپل هیواد ته وغوښتل شی.

د پلان له مخی په څو میاشتو کی باید بصره په بشپړه توگه عراقی ځواکونو ته وسپارل شی خو د تیر څه وخت راهیسی د شیعه ملیشو سره په جگړو کی بریتانوی ځواکونو درانه تلفات ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG