د لاس رسي وړ اتصالات

دغزني د ولایت مرستیال ویلی دي چی یاغي طالبانو ددغه ولایت یوه ولسوالي نیولې ده


دغزني د ولایت مرستیال ویلی دي چی یاغي طالبانو ددغه ولایت یوه ولسوالي نیولې ده او دهغې ولسوال ، د پولیسو قوماندان او څو تنه پولیسان یې وژلي دي.

هغه وویل چی طالبانو د گیرو په ولسوالۍ باندی پرون د پنجشنبې په ورځ حمله وکړه او سخته جگړه ونښته چی څو ساعته یې دوام درلود.

دغه افغان مامور وایی چی دا ولسوالي نن هم د طالبانو په کنټرول کی ده ، او مقاماتو د تقویتي قواو غوښتنه کړې ده او دا هلي ځلي کوی چی هغه بیرته ونیسی.

دغه سیمه د کابل نه تقریبا ١٧٠ کیلو متره لیری ده. تیر کال په افغان مامورینو ، د ناتو او ائتلاف په قواو باندی د یاغي طالبانو حملې زیاتي سوي وې او همدا راز ډیرو ځان مرگو هم د بمونو په چاودنو کی زیات خلک وژلي دي.

XS
SM
MD
LG