د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق نن د شوو حملو په نتیجه کی لږ تر لږه ١١ تنه وژل شویدی


د بغداد په لویدیز کی یو ځان مرگی خپل موټر د بمونو سره د عراقی پولیسو په یوی امنیتی پوستی باندی وروستو او لږ تر لږه ۴ تنه یی ووژل.

بلخوا د بغداد د ښار په نورو برخو کی ی سړک د غاړی د بم په چاودنه کی یو ملکی نفر وژل شوی او یو وسله وال د صدام د وخت یو فوځی منصبدار وژلی دی.

بلخوا د یاغیانو د موصل په ښار کی د پولسیو په مرکز حمله کړیده او په متقابلو ډزو ړی څلور وسله وال کسان وژل شویدی.

همدی ښار کی د موټر بم یوه چاودنه هم شویده چی یو پولیس پکی وژل شویدی.

بل راپور کی راغلی چی د امریکا فوځ وایی چی امریکایی او عراقی عسکرو په شریکو عملیاتو کی د یکشنبی په ورځ د بغداد د شیعه گانو په اکثریتی سیمه کی اته افراطیان وژلی دی.

په دی جریان کی یو عراقی عسکر هم وژل شویدی

XS
SM
MD
LG