د لاس رسي وړ اتصالات

د ایتلاف قواو ویلی چی دوی په هرات کی، ١٣٦ طالب جنگیالی وژلی دی


په خپری شوی اعلامیی کی راغلی چی ٨٧ افراطیان په هغی ١۴ ساعته جگړی کی ووژل شوو چی د یکشنبی په ورځد ایتلاف او افغان قواو سره د زیورک په دره کی شوی وه.

دغه مقامات وایی چی ۴٩ طالب جنگیالی هغه وخت ووژل شو چی کله د جمعی په ورځ دوی د امریکایی او افغان عسکرو سره جگړه پیل کړه.

په دی جگړه کی یو امریکایی عسکر هم وژل شویدی. دا وژنی تراوسه د طالبانو لخوا تصدیق شوی نه دی او که ثابت شی نو دا به په دی کال کی د طالبانو د ټولو نه زیات تلفات ووسی.

دغو وژنو په مقابل کی په شینډنډ کی خلکو د ولسوالی په دولتی ځانونو احتجاجی حملی کړیدی او ویلی دی چی په عملیاتو کی یوازی ملکی کسان وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG