د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان موافقه کړی چی د خپلی گډی پولی په اوږدو کی د تره گرئ په ضد گډه مبارزه کوی.


د افغانستان جمهورریس حامد کرزی او د پاکستان جمهورریس پرویز مشرف په دی موافقه کړی چی دوی به د خپلی گډی پولی په اوږدو کی د تره گرئ په ضد گډه مبارزه کوی.

دواړو مشرانو په دی هم موافقه کړی چی خپلو ملکونو کی به هیچا ته اجازه ورنکړی چی ترهگرو ته سر

پناه ورکړی یایی وروزی او یا هم ورسره مالی مرسته وکړی.

او نه به هغه پریږدی چی د دواړو دولتونو ضد فعالیتونو یا د د ی کارونو مشری کوی. د د ی خبرو اعلانونو دواړو مشرانو نن په انقره کی د ترکیی د جمهورریس احمد نجد سیزر په منځگړتوب د خبرو نه پس یو گډ خبری کانفرانس کی کړیدی.

افغانستان او پاکستان وخت په وخت په یو بل دا تورونه لگوی چی دوی خپله پوله د افراطیانو د فعالیتونو د مخنیوی دپاره څه خآص کارونه نه کوی.

دواړه افغانستان او پاکستان د ترکیی په شمول د امریکا سره د تره گرئ په ضد روانه جگړه کی نیزدی ملگری دی .

XS
SM
MD
LG