د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست په ولایت کی د امریکا په مشری د اییتلاف قواوو څلور تنه یاغیان په بمباری کی وژلی دی


د ایتلاف قواوی وایی چی اوه تنه یاغیان یی د دوشنبی په ورځ د خوست ولایت د سپیره په ولسوالی کی هغه وخت زخمی کړل چی یولس تنو یاغیانو په یوې دولتی ودانی حمله وکړه، او دوه ساعته جنگ ونښت چی پکی دوه د پولیسو صاحب منصبان هم زخمی شول.

د تیر کال په موده کی په افغان حکومت ، د ناتو او د امریکی په مخکښی د ایتلاف په قواوو د طا لبانو حملی زیاتی شوی دی.

په ٢٠٠٦ کل کی طالبانو له هغه وروسته چی د ٢٠٠١ کال د نومبر په میاشت کی د امریکا په مشری د ایتلاف د قواوو لخوا راوپرځول شول،تر ټولو زیات ځان مرگی حملی کړیدی.

XS
SM
MD
LG