د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د حکومت د احصایی له مخی د ملکی خلکو په مرگ ژوبله کی شل فیصده کوملای راغلی دی


د عراق د حکومت د احصایی له مخی په ټول ملک کی د اپریل په میشت کی د زیاتو ځان مرگی حملو سره سره د ملکی خلکو په مرگ ژوبله کی شل فیصده کوالای راغلی دی.

خبری آژانسونه رپوټونه وایی چی دغه احصایی چی د د عراق د کورنیو چارو ،دفاع او د روغتیایی چارو د وزارتونو له خوا خپره شوی ښیی چی څه ناڅه پنځلس سوه ملکی خلک ، دری شپیته عسکر او یوسلو دیرش پولیسان د اپریل په میاشت کی وژل شوی دی.

د ملکی کسانو د مرگ ژوبلی په شمیر کی اختلاف موجود دی،د عراق حکومت وایی چی پدی هکله د ملگرو ملتونو په احصایه کی زیاتوالی راغلی او هغه یی بی اعتباره وگڼله.

تیره اونی د ملگرو ماتونو اداری د عراق حکومت پدی تورن کړ چی د کال په لومړیو دریو میاشتو کی یی د ملکی کسانو د مرگ شمیر ندی برلا کړی.

XS
SM
MD
LG