د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراییلو د کابینی یوه وزیر استعفی وکړه


د اسراییلو د کابینی یوه وزیر په حکومت باندی په انتقاد کولو سره چی تیر کال یی د حزب الله سره په جنگ کی درست پلان نه درلود، له کاره استعفی وکړه.

ایتن کابیل نن وویل چی د اهود اولمرت له کابینی نه یی استعفی وکړه. کابیل چی د حاکم متحد گوند غړی دی،خپله استعفی یی یوه ورځ له هغه وروسته اعلان کړه چی یوه رسمی تحقیقاتی کمسیون په ښاغلی اولمرت لدی امله انتقاد وکړ چی د جنگ یی پرته لدی چی یو درست پلان ولری پیل کړ.

د دی کمسیون ریس ایلیاهو وینوگراد ویلی چی صدراعظم د پوځ نه د باندی د نورو مجربو کار پوهنو سره سلا مشوره ونکړه.

د کمسیون ریس دا هم وویل چی ښاغلی اولمرت پوځی تجربه نلری . وینوگراد همداشان ښاغلی اولمرت ، د دفلع وزیر امیر پیریتز او لوی درستیز ډان هلوتز لدی امله تورن کړل چی د څلور دیرش ورځو په جنگ کی یی له تعقل نه کار نه و اخیستی.

XS
SM
MD
LG