د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق دکورنیو چارو وزارت اعلان کړی چی په عراق کی د القاعدی مشر وژل شوی دی


د عراق د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چی په عراق کی د القاعدی مشر، ابو ایوب ال مصری، د یاغیانو په خپل مینځی جنگ کی وژل شوی دی.

د دی وزارت نطاق وویل چی د اطلاعاتو له مخی، مصری د عراق په شمال کی په جنگ کی وژل شوی دی.

ده زیاته کړه چی مقامات به تر هغه دغه راپور تصدیق نکړی تر څو د مصری مړی تر لاسه نکړی. یوه پوځی نطاق وویل چی پوځ نشی کولای چی دغه راپور تصدیق کړی، خو پدی ‏هکله تحقیق روان دی.

مصری چی د مصر دی له هغه وروسته چی ابو موصاب الزواهری چی د اردن ؤ او په ٢٠٠٦ کال کی دامریکا په بمباری کی ووژل شو، د تروریستی ډلی مشری یی په غاړه واخیسته.

په یوه بل خبر کی، عراقی مقامات وایی چی وسله والو کسانو د بغداد په جنوب کی په دوو بس موټرو باندی حمله وکړه.

څوارلس تنه سپرلی یی وژلی دی چی په هغو کی ښځی او ماشومان شامل دی.

پولیس وایی چی په لسگونو خلک نن د اسکندریی او لطیفیی ښارگوټو ته نژدی په څو حملو کی زخمی شویدی.

XS
SM
MD
LG