د لاس رسي وړ اتصالات

نن په اسلام آباد کی د حکومت مخالفو گوندونو طرفداران، د مظاهری لپاره راټول شوی وو


نن په اسلام آباد کی ستری محکمی د ودانئ مخې ته د حکومت د مخالفو گوندونو طرفداران او حقوق پوهان، د جمهور رېس پروېز مشرف په خلاف، د ېوې بلی مظاهری لپاره راټول شوی وو.

پولېس او د مخالفو گوندونو طرفداران واېی چه د ښاغلي مشرف په سلگونو مخالفان پولېسو د شپی له خوا ونېول، تر څو ونه شی کولی چه په ننئ مظاهره کی برخه واخلی.

مظاهره کوونکو د جمهور رېس مشرف نه وغوښتل چه د ستری محکمی د پخوانی رېس، افتخار محمد چودری، په خلاف دې د قدرت نه د سوء استفادی الزامات لری کړی.

د پخواني قاضی القضات مدافع وکېلان دا الزام هم لگوی چه د هغه په خلاف د تحقېقاتو کمېسون بی طرفه نه دي. چودری افتخار نن د ستری محکمی د نوموړي کمېسون په وړاندی حاضر شوی و.

ښاغلی چودری تېره مېاشت د مشرف په امر د کار نه گوښه کړې شو او ددې عمل په خلاف حقوق پوهانو او د حکومت مخالفانو ېو لړ مظاهری کړی دی.

XS
SM
MD
LG