د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سترې محکمى نه بهر د حکومت خلاف ېوه بله مظاهره هم شوېده


ېو شمېر مظاهره چېان د چارشنبى په ورځ مظاهره کې له پولېسو سره په نښته کې سر سري شان زخمى شوى وو.

له پولېسو سره اخ و ډب هغه وخت پېل سو چې ېو شمېر مظاهره چېانو وغوښتل چې په زور باندى د پولېسو له هغى پېرې نه تېرى شى چې په اسلام اباد کې ېې د سترى محکمى په مرکزى ودانى باندى ولاړه وه.

په دغه مظاهره کې تر زرو نه زېاتو کسانو گډون کړى و. هغوى دغه مظاهره د پاکستان د سترى محکمى د مشر قاضى افتخار چوهدرى د برطرفى خلاف کوله.

مخالفى ډلى د پاکستان د جمهوررئېس پروېز مشرف په دې کار باندى انتقاد کوى چې قاضى افتخار چوهدرى ېې برطر ف کړېدى. هغوى وايى دى په دې ډول غواړى چې د پاکستان په قضېائېه باندى مخکى له دېنه چې د پاکستان ملى انتخابات وشى خپل کنترول مظبوط کړى.

رپوټ وايى توقع ده چې د پاکستان انتخابات به په راتلونکېو دولس مېاشتو کې وشى. د پاکستان په ستره محکمه کې چوهدرى افتخار خپله دعوه د پنځو قاضېانو ېوې شورى ته وړاندې کوله.

په دغه دعوه باندى غور او بحث ددى اونۍ تر پاېه پورې وځنډول سول. د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف قاضى چوهدرى افتخار دمارچ په نهمه نېټه باندى په دې تور برطرف کړ چې له قدرت نه ېې ناوړه استفاده کوله.

سناتور فرحت الله بابر د پاکستان د مخالف گوند نطاق وايى دغه جنجال گوند نورهم پسى، د عامو خلکو په سطحه ځواکمن کړېدى او دا قوت او جوش به ترهغه وخت پورې د ېوې قوى وسلى په توگه پاتى شى چې قاضى افتخار بېرته نه وى خوشى سوى.

سناتور بابر په دى باب وايى: ‏«‎اوس چې دعمومى انتخاباتو نېټه را نېژدى کېږى نو سېاسى فعالېتونه به هم زېات شى.‏»‎ د پاکستان جمهور رئېس، پروېز مشرف، په دې ټېنگار کوى چې د قاضى بر طرفى له اساسى قانون سره برابر کار دى او کومه سېاسى انگېزه ېې نلرله.

هغه دا وعده هم کړېده چې د قضايى شورى په وروستى فېصله باندى به په دغه برخه کې عمل وکړى.

مخالف مشران وايى حکومت د پردى ترشا د مطبوعاتو په خپرونو باندى کار کوى او کنترولوى ېې. هغوى داهم غواړى چې د خلکو مظاهر ې محدودى کړى.

د پاکستان د پېپلز گوند ادعا کوى چې ددوى ډېر گوندى غړى ېوه شپه مخکى د پاکستان په مهمو ښارونو کې ددى لپاره تو قېف سوى وو چې په مظآهره کې گډون ونکړى شى.

XS
SM
MD
LG