د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د مرستو رسولو مؤسسې په افغانستان کی د خپل تښتول شوي مامور آزادي غوښتې ده


د فرانسې د مرستو رسولو مؤسسې د یاغي طالبانو نه غوښتي دي چی یو مامور دی یې د درو افغان همکارانو سره چی نیولي یې دي خوشي کړی.

طالبانو یوه ښځه چی ددغي ادارې سره یې کار کاوه او دوی یرغمل نیولې وه څو ورځي مخکی خوشی کړه.

دغي مؤسسې چی تیري دي ایفانس یا زموږ د ماشومانو نړۍ نومیږی د فرانسوي تبعه او دهغه ددرو ملگرو چی د اپریل په دریمه نیول سوي دي د آزادولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کی د طالبانو له خوا د سړو تښتول زیات سوي دي . تیره میاشت یو ایټالوی ژورنالیست او د هغه سره ملگري دوه افغانان وتښتول سول.

ژورنالیست د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د یوې جنجالي موافقې په اساس چی جمهوررئیس حامد کرزي څو تنه بندي طالبان خوشی کړل ، آزاد سو ، مگر سړو تښتونکو دوه افغانان ووژل.

XS
SM
MD
LG