د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان سناتور په کابل کی وژل سوی دی


د افغانستان پولیس وایی چی وسله والو کسانو په یوه افغان سناتور باندی چی د ١٩٩٠ د لسیزي په سر کی لنډه موده د افغانستان صدراعظم هم و، ډزي کړي او هغه یې وژلی دی.

چارواکو وویل چی عبدالصبور فرید پرون په کابل کی د خپل کور مخی ته ووژل سو.

ښاغلی فرید په ١٩٩٢ کال کی فقط یوه میاشت هغه وخت د افغانستان صدراعظم سو چی شوروي قواوي د افغانستان نه ووتلې او په هغه ملک کی کورنۍ جگړه منځ ته راغله.

ددغه سناتور د وژلو علت لا نه دی معلوم . له بلي خوا افغان پولیسو وویل چی نن په کابل کی د سړک پر غاړه د پوځ یوه بس موټر ته په ریموټ کنټرول یو بم وچاود چی په کی د بس ډرایور ووژل سو او ٢٩ تنه نور زخمیان سول.

په زخمیانو کی ٢٢ تنه افغا عسکر دي. یاغي طالبانو ویلی دي چی دا حمله دوی کړې ده. دغه یاغیان د افغانستان په جنوب کی ډیر فعال دي ، مگر په کابل کی هم دحملو شمیر مخ په زیاتیدو دی .

XS
SM
MD
LG