د لاس رسي وړ اتصالات

یوه سړي چی د پوځی یونیفورم یې په ځان کی وو، دوه امریکایی عسکر وژلي دي


یوه سړي چی د افغانستان پوځی یونیفورم یې په ځان کی وو، کابل ته نیژدې د یوې بندیخانې سره دوه امریکایی عسکر وژلي دي.

د متحده ایالاتو یوه پوځی نطاق وویل دغه وسله وال سړي، دغه راز په پرونیو ډزو کی دوه تنه امریکایی عسکر ټپیان هم کړل.

ددغی حملې په باب سمدستی نور تفصیلات خپاره شوي نه دی. مخکی د افغانستان یوه مامور وویل د غزني په ولایت کی د سړک د غاړي د بم په چاودنه کی پنځه تنه پولیسان وژل شوي دي.

دغه راز، مقاماتو وویل یوه ځان مرگي د فراه په ولایت کی د پولیسو د ماموریت سره نیژدې، ځان په بم والوزاوه او یوازي یې ځان وواژه.

په تېر کال کی طالب یاغیانو د افغانستان په مقاماتو او د متحده ایالاتو په رهبری ایتلافی قواو باندی خپلی حملې ډېری زیاتي کړي دي.

XS
SM
MD
LG