د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مقامات وایی چی په کابل ښار د راکټ په یوه حمله کی یو نفر مړ شویدی


افغان مقامات وایی چی په کابل ښار د راکټ په یوه حمله کی یو نفر مړ او لږ تر لږه پینځه نور ژوبل شویدی.

دغه توغندئ چی د کابل په ختیځ کی د یو استوگنځی خوا ته لگیدلی دی، تراوسه دا نه ده معلومه چی چا به وار کړی وی.

دی نه وړاندی د یکشنبی په ورځ یو نفر چی د افغانستان د ملی اردو یونیفورم یی اغوستی و د کابل د یو محبس سره یی دوه امریکائ عسکر په ډزو ووژل او دوه نور یی ژوبل کړل.

د امریکا د فوځ نطاق وایی چی حمله کونکی نفر وروسته بیا د نیزدی ولاړو افغان په عسکروپه ډزو ووژلو.

ویل کیږی چی دی یوی یاغی وځی وو . دغه زندان چی مجرمین، طالبان او د القاعدی کسان پکی بند دی، امریکایی عسکر دلته د افغان امنیتی قوی سره مرستی دپاره موظف دی.

په تیر یو کال کی طالبانو په افغانستان کی د افغان چارواکو او د امریکا په مشرئ د قواو خلاف خپلی حملی ډیری شدیدی کړیدی.

XS
SM
MD
LG