د لاس رسي وړ اتصالات

دهلمند والی واېې خارجی قواو په ېوه هواېې برېد کی ېووېشت کسه ملکی خلک وژلی دي


نوموړې واېې چه په وژل شوو کسانو کی ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هلمند والی ووېل چه وسله والو چرېکانو د سخت جنگ په دوران د سنگېن ولسوالئ په ېوه کلی د کورونو په منځ کی ځانونه پټ کړی وو.

سنگېن ولسوالی د طالبانو ېو مهم مرکز گڼل کېږی د چهارشنبی په ورځ په افغانستان کی د امرېکا ېوه نظامی نطاق ووېل چه وسله وال جنگېالی په دغه هواېې برېد کی وژل شوی.

دياو جنگ هغه وخت شروع شو چه د شک لاندی طالبانو په افغان او اېتلافی قواو باندی ډزې وکړی.

خو نطاق ووېل سمدستی دا خبره نشی کولی چه اېا ملکی خلک هم په دغه هواېې برېد کی وژل شوی او که نه.

د افغانستان حکومتی مقامات واېې چه پنځوس ملکی خلک په څو تېرو ورځو کی د امرېکا په مشرئ په نظامی عملېاتو کی وژل شوی دی.

په عېن وخت کی د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو نن اعلان وکړ چه ېوعسکر ېې په هلمند کی وژل شوی دی.

د امرېکا دپوځ ېوه نطاق نن امرېکا غږ ته ووېل چه د ناتو په دی عملېاتوکی د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو لاس نه درلوده.

په عېن وخت کی د امرېکا دفاع وارت نن اعلان وکړ چه امرېکا به په راتلونکي مېلادی کال کی هم په افغانستان کی خپل پنځه وېشت زره عسکر وساتی او د زړو عسکرو په ځای به د پوځ د ېو سلو ېو پاراشوتی قوې تازه دم عسکر افغانستان ته ولېږی.

XS
SM
MD
LG