د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور رئیس په یاغي بلوڅانو باندی د بري ادعا کوي


د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف وایی چی حکومتي قواو د بلوچستان په ایالت کی چی د گاز غني منابع لری د بېلتون غوښتونکو تقریبا ټول کمپونه د ځمکي د مخ نه پاک کړی دي.

هغه نن په دې ایالت کی په یوه غونډه کی وویل چی د یاغیانو یواځي درې یا څلور کمپونه لا پاته دي او هغه هوډ وکړ چی دا کمپونه به هم له منځه یوسی.

جنرال مشرف وویل چی پاکستان به تروریزم ونه زغمي. هغه دغه راز یاغي بلو څانو ته د عمومي عفوي پیشنهاد هم وکړ او ویې ویل چی حکومت به د هغوی په مقابل کی کوم اقدام ونه کړی که هغوی خپلي وسلې پر ځمکه کښیږدی.

نیشنالیست یاغیان په خپلو طبیعي منابعو کی زیاته ونډه غواړی او له همدې کبله د حکومت سره په جگړو اخته دي چی په دې جگړو کی په سلهاو خلک وژل سوي دي .

XS
SM
MD
LG