د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ېو عالېرتبه قوماندان دادالله ووژل شو


دافغانستان حکومت او ناټو وايي د طالبانو ېو عالېرتبه قوماندان دهېواد په جنوب کې له افغان عسکرو سره په جگړه کې, وژل شوېدى.

ناټو په ېوه خبر لېک کې وايى چى دملا دادالله په مړېنه ېاغى طالبانو ته ستر زېان ور اووښتى دى.

دافغانستان داستخباراتو ېو چارواکى سعېد انصارى د ېکشنبى په ورځ ووېل ملا دادلله د شنبى په ورځ په هېلمند کې ووژل شو او دهغه مړى کندهار ته انتقال شو.

رپوټ وايى، د کندهار چارواکېو بېا وروسته دهغه مړى د مطبوعاتو خبرېالانو ته وښوده او وې وېل چې دا د ملا دادالله مړى دى.

خبرېالان وايى چې دغه مړي له دادالله سره چې په تلوېزېون او وېډېوگانو کې به ېې مرکې کولې شباهت درلود رپوټ وايى چې دهغه په وجود کې د گولېو څو زخمونه وو او دېوپښى پونډۍ ېې نه وه.

دهغه په باب داخبره مشهوره ده چې ېوه پښه ېې نشته. طآلبان وايي چې ملا دادالله لاتراوسه پورې هم ژوندى دى.

رپوټ وايى چې ملا دادالله دافغانستان په جنوب کې دطالبانو د ډېرو برېدونو قوماندانى په غاړه درلوده او دخارجېانواو افغانان په برمته کولوکې ېې هم لاس درلود.

په ېوه جلا انکشاف کې وېل شوېدى چې دافغانستان پارلېمان دافغانستان له خارجه وزېر رنگېن داد فر سپنتا د شنبى په ورځ له کار نه په دې خآطر برطرفه کړى دى چې هغه د هغو زرگونو مهاجرانو په برخه کې په کافى اندازه مرسته ونکړى شوه چې له اېران نه اېستل سوي دي.

ښاغلى سپنتا ددوېم ځل لپاره هم د سلب اعتماد راىى باېللى. خو دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزى وايى چې خارجه وزېر به ترهغه وخت پورې په خپله څوکې پاتې شى چې ترڅو چې سترې محکمې د راېو په قانوني برخه باندى خپله فېصله نه وي کړي.

XS
SM
MD
LG