د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: دافغانستان او پاکستان په سرحدي نښتو کې لږ تر لږه پنځه تنه افغانان وژل شوېدي


د پاکستان پوځ وايى ددوى قواو پنځه تنه افغانان نن د ېکشنبى په ورځ د سرحد په اوږدو کې د ټوپکو په جگړه کې وژلى دى او د پاکستان درى تنه عسکر ښه کارې زخمى شوېدى.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد پر افغان عسکرو داتور ولگاوه چې دوى له کوم دلېل نه پرته دپاکستان پرپوستو باندى دکرمې اېجنسى په قبېلوى علاقه کې ډزې وکړې.

د فرانسى خبري اژانس دافغانستان د ېو ولاېتى مشر له قوله لېکى چې ډزې د پاکستان عسکرو په دې خاطر پېل کړى چې په سرحد کې ېې ېوه امنېتى کټاره جوړوله.

د پکتېا والى رحمت الله رحمت وايى په دغه سرحدى جگړه کې درى تنه افغان ملکېان او پولېس د پاکستانى قواوپه ډزو ووژل شول.

رپوټ وايي دواړو خواو په دې نېژدى ورځو کې دخپل سرحد په اوږدو کې کټارې جوړې کړېدى خو په غرنى قبېلوى علاقه کې سرحدى برېدونو باندى جنجال موجود دى.

XS
SM
MD
LG