د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سرحد ته نېژدى ډزوکې د امرېکا او پاکستان عسکر وژل شوېدى


دپاکستان پوځى چارواکى وايى نن دامرېکا اوپاکستان ېو ېو عسکر په هغو ډزو کې ووژل شول چې د افغانستان سرحد ته نېژدى پېښى شوې.

دامعلومه نده چې ددغى حملى تر شا د چا لاس و. دا ډزې وورسته له هغه نه وشوې چې دامرېکا ، پاکستان ، او افغانستان چارواکېو د سرحدى نښتىو په سر مجلس وکه. د ا فغانستان او پاکستان د قواو ترمنځ په سرحد کې ډزې شوې وې.

سمدلاسه دانده معلومه شوې چې ددى حملى ترشا د چا لاس و. د پاکستان چارواکى وايى ټوپک والاو پرهغه کاران باندى چې عسکر ېې انتقالول وروسته له هغه نه ډزې وکړې چې امرېکاېې ، افغان او پاکستانى چارواکېو ملاقات پاېته ورسېده.

په دغه ملاقات کې په وروستى سرحدى جگړه باندى بحث وشو. په دغه حمله کې څلور امرېکا ېې عسکر زخمېان شول.

د پاکستان چارواکېو د ېکشنى په ورځ ووېل افغان عسکرو د پاکستان په سرحدى پوستو باندى له کوم دلېل نه پرته ډزې وکړې.

خو دافغانستان ددفاع وزارت وايى د پاکستان عسکر ددى کار سبب سوېدى ځکه چې هغوى دافغانستان خاورې ته پېشقدمى کړې وه.

د پاکستان چارواکى وايي چې په دغه جگړه کې پنځه تنه افغان عسکر ووژل شول او درى پاکستانى عسکر ښه کارى زخمېان شوېدى.

رپوټ وايى چې په دغه جگړه کې د ښوونځى دوه ماشومان هم وژل شوېدى.

XS
SM
MD
LG