د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې دمخالفو سېاسى گوندونو دعمومى اعتصاب له امله په ښارونو کې کار و بار په ټپه درېدلى دى


په پاکستان کېدمخالفو سېاسى گوندونو د عمومى اعتصاب لپاره غږ کړېدى او په همدې سبب د کراچى په ستر ښار او ېو شمېر نورو مهمو ښارونو کې کاروبار په ټپه درېدلى دى.

د پاکستان مخالفو سېاسى گوندونو نن ددوشنبى په ورځ دعمومى اعتصاب اعلان ددى لپاره کړېدى چې د ېکشنبى په ورځ حکومت د کراچى په بندرى ښار کې د سړک پر سر جگړو په هلکه مناسب اقدامات ونکړى شول او ددى کار په نتېجه کىد شنبى او ېکشنبى په ورځ ٣٨ کسان قتل شول.

رپوټ وايى په کراچى، لاهور، او پېښور کې دوکانونه او بازارونه بند وو. د سنده په اېالت کې چې مرکزى ښارېې کراچى ده نن په دې سبب عمومى رخصتى اعلان شوېده چې دتېرو ورځو په مرگ ژوبلو کې په مړو باندى ماتم وکړى.

د سنده حکومت په دغه اېالت کې په ټولو مظاهرو بندېز لگولى دى او عسکروته ېې امر کړېدى چې په هر هغه چا باندى ډز وکي چې په بلوا کې لاس لرى.

که څه هم نن د کراچى له ښار نه د مرگ ژوبلى رپوټ ندى راغلى خو چارواکى وايي چې حالات تراوسه پورې هم ترېنگلى دى.

په کراچى کې تشدد او مرگ ژوبله هغه وخت پېل شوه چې د حکومت پلوېانو هڅه وکړه چې د مخالفو سېاسى گوندونو مظاهره چېان له هغې غونډې نه اېسار کړى چې د پاکستان د سترې محکمى د قاضى افتخار محمد چوهدري د بر طرفۍ په سر کېدله.

قاضى افتخار چوهدرى د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف دمارچ په مېاشت کې په دې تور له وظېفى نه لېرې کړى و چې د قانون خلاف کارونه ېې کول.

رپوټ وايى دېکشنبى دورځى په ډزو کې څو تنه قتل شول. د شنبى په ورځ هم له ډزو نه وروسته لږ تر لږه ٣۴ کسان قتل شول او په هغوکې زېاتره د مخالفو سېاسى گوندونو غړى وو.

رپوټ داهم وايي چې په همدغو ډزو کې ١٥٠ کسان زخمېان شول. د پاکستان ستره محکمه به نن په اسلام اباد کې په دې باندى غونډه کوى چې اېا قاضى افتخار په قانونى توگه له وظېفى نه برطر ف شوېد ى او که نه.

خو محکمى دغه غونډه تر سه شنبى پورې په دې سبب وځنډوله چې ېوه قاضى نه غوښتل په دغه قضېه کې غړېتوب ولرى.

په ېوه بل انکشاف کې د پاکستان د پولېسو له قوله وېل شوېدى چې ټوپک والاو د سترى محکمى ېو عالېرتبه چارواکى سېد حامد رضا په اسلام اباد کې وژلى دى.

رپوټ وايى چى حمله کوونکي نن ددوشنبى په ورځ دوخته د هغه په کور ور ننوتل او مړ ېې که. پولېس وايي ددغه قتل انگېزه لا معلومه شوې نده.

XS
SM
MD
LG