د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي افغانان د خپلو نیکونو په څیر دخپلې خاورې دفاع کوي


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چی د هغه هیواد د پاکستان پولې سره په هغو نښتو کی د خپل ځان نه دفاع کوی چی د یوی اونۍ په موده کی د حکومت په وینا دیارلس کسان چی اوه پکی ملکی کسان شامل دی وژل شوی دي.

جنرال ظاهر عظیمی ویلی چی شپږ کسان په پکتیا کی چی په پولیس پکی شامل دي، په جگړه کی وژل شوی دي. او د دولسو ملکی کسانو په گډون، اته ویشت نور زخمی شوی چی ښځی او ماشومان هم پکی دي.

ښاغلی عظیمی وویل، افغانان د خپلی خاوری دفاع کوی. هغه وویل په ملیونونو داوطلب کسان غواړی پوځ ته د خاورې د دفاع لپاره راشي، لکه په پنځه زره کلن تاریخ کی چی زموږ پلرونو ددی خاوری دفاع کړی ده.

د دوشنبې ورځ شخړو وروسته د دواړو خواوو ډلو او ناټوپدی اړه سره خبرې کړی دی.د شخړورامنځ ته کیدو په اړه مختلف رپوټونه ورکړل شوی.

د پاکستان د پوځ یو ویاند وویل د دوشنبې په ورځ یو ملیشه د افغانستان پولی ته څیرمه د امریکا او پاکستان د پوځ په یو کاروان ډزی وکړی چی یو امریکایی او یو پاکستانی عسکر یی وواژه.

XS
SM
MD
LG