د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د سړک په غاړه د بم په چاودنو کی د امنیتي چارو اته کارکونکي وژل سوی دي


افغان مامورین وایی چی د کندهار په ښار کی د سړک په غاړه د بمونو دوې چاودنی سوي دي چی لږ تر لږه اووه پولیسان یې وژلي او څو تنه نور یې زخمي کړي دي.

چارواکي وایی چی اوله چاودنه نن د افغان پولیسو یوه موټر ته وسوه او څلور پولیسان یې ووژل. او کله چی نور پولیسان د پېښي ځای ته را ورسیدل چی مړي یوسي نو یو بل بم هم وچاود او درې نور پولیسان یې ووژل او یو ژورنالیست یې زخمی کړ.

چارواکي وایی چی داسی ښکاری چی دا بمونه په ریموټ کنټرول سره چاودلي وي. له بلي خوا د افغانستان په شمال کی د بدخشان په ولایت کی هم هغه وخت د سړک د غاړي بم وچاود چی د هغه ولایت د پولیسو د قوماندان موټر تیریده.

یوه محلي مامور وویل چی دې چاودني د پولیسو قوماندان زخمي کړ او د هغه یو محافظ یې وواژه. مامورین ددغو درو بمونو د چاودنو ملامتي پر یاغي طالبانو باندی اچوی چی د ژمی دتیریدو نه وروسته یې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG