د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د امریکا پخوانی سفیر ویلی دی چی افغانستان کی د یاغیانو د بغاوت اساسی ټکئ دینی مفکوره نه دی


په افغانستان کی د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن ویلی دی چی افغانستان کی د یاغیانو د بغاوت اساسی ټکئ دینی مفکوره یا د خارجیانو موجودیت نه دی بلکی دوی د حکومت په ځینو کارونو او اقتصادی پالیسو باندی ناراضه دی.

ښاغلی نیومن لندن کی د امریکا غږ تلویزيون سره د مرکی په وخت ویلی چی څه موده وړاندی مونږ د هغو جنگیالیو سره د شوو مرکو په اساس یو راپور تیار کړی و چی په ځینو برخو کی نیول شوی وو او دا پوښتنه مو تر کړی وه چی ولی جنگ کوی.

نو دا راته معلومه شوه چی زیاتره کسان د حکومت نه ناراضه دی او قبیلوی بی انډولئ او اقتصادی بی عدالتئ خلک ټوپک اخیستو ته مجبوره کړیدی.

په دوی کی یوازی څلورمه برخه کسان داسی دی چی د دینی مفکوری یا د خارجی قواو سره د احساسیت په سر جنگ ته راوتی وی د امریکا سابقه داره دیپلومات وییلی چی دا خبره د اندیښنی وړ ده چی یو زیات شمیر افغانانو جنگ ته لاس اچولی.

خو دا خبره ورسره د اطمینان وړ ده چی دوی چی په کومو مسلو ناراضه دی هغه د حل وړ دی، یعنی حکومت کی قبیلو ته مناسبه برخه ورکړی شی او د خلکو مهمی غوښتنی پوره کړی شی په افغانستان کی د طالبانو سره د ایران د مرستو په باب د شوی یو سوال په ځواب کی ښاغلی رونالډ نیومن وویل چی د دی مرستو ثبوتونه شته دی خو دا څومره مرستی شوی.

زه دا درته ویلی نه شم خو دومره پوهیږم چی مرستی شوی خو په لږه پیمانه. ایران په افغانستان کی ډیر پیچلی رول لری. د اول سره داوسنی حکومت ملاتړ کوی.

په سیاسی، اقتصادی او د بیارغونی په چارو کی یی مرستی د یادولو وړ دی. خو دا دطالبانو سره پټی مرستی په دوه مخیزه سیاست باندی دلالت کوی. په افغانستان کی د امریکا پخوانی سفیر نه چی کله دا پوښتنه وشوه چی ستاسو په نظر دا وخت د افغانستان ټولو نه مهم مشکل څه شئ دی.

نو په ځواب کی یی وویل دا ډیر ښه سوال دی خو ځواب یی هم سخت دی. ځکه چی هر مشکل د یو بل سره لکه د نوک او اوری نښتی دی د امنیت مسله د حکومت دارئ د مسلی سره تړلی ده. د عدالت خبره د عامه خدمتونو د غوښتی سره ارتباط لری.

او د اقتصادی ودی عمل د امنیت نه بغیر نه کیږی خو مونږد افغان اولس په مرسته لگیا یو یو په یو غوټی خلاصوو او اخر به ټولی غوټی خلاصی کړو. او د خلکو غوښتنی به ځواب شی. ښاغلی نیومن د افغانستان نه وړاندی په عراق کی هم د امریکا سفیر و.

نو دا پوښتنه ورنه وشوه چی د دواړو ملکونو وضعه څنگه سره بیلوی. نو هغه وویل د عراق وضعه د افغانستان نه ډیر ناارامه ده. او په دی خبره هغه څوک ښه پوهیږی چی دی دواړو ملکونو کی وخت تیر کړی وی.

ما په افغانستان کی ډیر ښه وخت تیر کړی. د عامو خلکو سره می په یو میز ډوډئ خوړلی او ډیره جالبه دا ده چی په افغانستان هغه خلک اوس د یو پارلیمان په چوکیو څنگ په څنگ ناست دی.

چی اووه کاله وړاندی د یو بل د وینو تږی وو هغه زیاته کړه چی د عراق خلک په خپلو کی باید د جگړو نه لاس واخلی او هغه فرصتونه چی د وسایلو په شکل کی لری گټه واخلی او خپل وطن جوړ کړی.

خو بلخوا افغانستان کی بی سوادی زیاته ده. د شلو کالو د جگړو مسلی هم ورته پرتی دی خو افغان اولس دا درک کړی چی دوی د خارجی قواو د موجودیت نه په استفادی سره کولی شی چی خپل وران وطن جوړ کړی او په دی پوه دی چی خارجی قواوی د اوږدی مودی او د مسلط کیدو دپاره نه دی راغلی.

او که چری دوی د دی فرصت نه گټه وانخیسته نو بیا بیرته د افراطیت په منگلو کی ورشی او هیواد به یی بیرته د محرومیت او انارژئ دور ته ستون شی

XS
SM
MD
LG