د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د امنیت په اړه د امریکا او ایران مذاکره پیلیدونکې ده


د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل د عراق د ثبات په اړوند د امریکا او ایران مزاکره به د می میاشتی په اته ویشتمه نیټه په عراق کی پیل شي.

منوچهر متکی وویل چی دا مذاکره یوازی د عراق په اړه ده او دا د عراقی مامورینو په شتون کی لمړنی لیدنه ده چی کوشش کوي ترڅو یوه داسي تگلاره جوړه کړی چی د ډیرو جزیاتو لرونکی وي.

هغه چې په اسلام آباد کی د اسلامي کنفرانس د وزیرانو سره په لیدنه بوخت و،خبریالانو ته وویل چی ددوی خبرې یوازی د عراق په اړه دي.

XS
SM
MD
LG