د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختېځ کې لس تنه په ېوه ځان مرگې بم چونه کې وژل شوېدى


دافغانستان چارواکى وايى ېوه ځان وژونکي لږتر لږه لس تنه د پکتېا په ولاېت کې له ځان سره په ېوه چاودنه کې ووژل او ٣٥ تنه نورېې زخمى کړل.

د افغانستان د کورنېو چارو دوزارت چارواکى وايى چاودنه نن د ېکشنبى په ورځ د پکتېا ولاېت د گردېز ښار په ېوه مارکېټ کې وشوه. عېنى شاهدان وايى بم چوونکي خپل بم هغه وخت وچولو چې د ناټو ېو کاروان هغه ته نېژدى نه تېرېده.

دناټو ېونطآق دا خبره تائېد کړه چې دامرېکا په مشرۍ قواوې د چاودنى په وخت کې په دغه سېمه کې موجودې وې.

خو دا لامعلومه نده چې کوم عسکر به پکى زخمى شوى وي که نه. ېو شمېر عېنى شاهدان وايي چې ددغې پېښى ټول قربانېان ملکى افغانان وو. رپوټ وايى د شنبىپه ورځ د ناټو نهه تنه عسکر چې درى تنه پکى جرمنېان وو په ېوه مشابه بم چونه که د کندز په ښار کې ووژل شول.

ېاغى طالبانو ددغو دواړو حملو مسوولېت په غاړه اخېستى دى. په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې دغزنى په ولاېت کې افغان او ناټو قواو نن د ېکشنبى په ورځ په ېوه جگړه کې دطآلبانو دېرش تنه جنگېالى وژلى دى او لس تنه نورېې نېولى دى

ټاکل شوېده چې دناټو عمومى منشى ېاپ ديهاپ شېفر نن د ېکشنبى او دوشنبى په ورځ دامرېکا د متحده اېالاتو له جمهوررئېس جورج بش سره دهغه په کرونده کې چى د تکزاس په کرافورډ کې پرته ده، ملاقات وکړي.

رپوټ وايي په دا حاضر وخت کېد ناټو اوه دېرش زره قواوې ، په افغانستان کې خدمت کوى.

دامرېکا په مشرى اېتلاف ېوه جلاقوه کې ٢٦ زره عسکر چې ېو شمېر ېې دناټو تر قوماندى لاندې دى هلته پراته دى.

XS
SM
MD
LG