د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ اشنا تلویزیون همکاری ښایسته سعادت په کابل کی د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي سره مرکه


ت ر ټول تاسو نه مننه چی مونږ ته مو ددی مرکی موقع وخت راکړ.

ښایسته: ددی دپاره چی په راتلونکو پوځی عملیاتو کی دملکی کسانو د وژل کیدو مخه ونیول شي ستاسو راتلونکي پلانونه څ دي؟

حامد کرزئ: بلی دا یوه ډیره مهمه او جدی پوښتنه ده. دا داسی مسله ده چی مونږ ژوبلوي اود زمونږ حساسیت را پاروي. داسی یو شی چی زه هیله من یم د اییتلاف د ملگرو سره گډی موافقی ته روسیږو.

د اوږدی مودی را هیسی زه د خپلو ملگرود متحده ایالاتونه نیولی تر اروپایی اتحاد او د ناتو تر هیوادونو پوری ددی ټولو سره په همدی مسلی باندی هر اونی په خبرو لگیا یم.

دا څلور اونی کیږی چی همدی مهمی مسلی ته دحل د موندلو کوشش کوم خو بیا هم د حل سمه لاره نده موندل شوی. ما د دفاع وزیراو یو شمیر نورو وزیرانو لکه د کورنیو، امنیت، او د استخباراتو د چارو کارپوهانو ته دا دنده ور سپارلئ ده چی د ناتو او اییتلاف د قواو د مشرانو سره په گډه پی کار وکړی او د ‏حل یوه مناسبه لاره ورته ومومی. چی باید یی مخه ونیول شی.

ښایسته: د افغان ښځو په غښتلی کولو او پرمختگ کی ستاسو د حکومت غټی لاس ته راوړنئ خه دي او تاسی فکر کوئ چی ددوی حقوق خوندی شوی.

حامد کرزئ: دا د خوشحالیو نه ډکه برخه ده. له نیکه مرغه پدی برخه کی لاس ته راوړنئ زیاتی دی. علت یی دا ندی چی مونږ پی زیات زیار وایستلو بلکه دا دی چی زمونږ خلک یی غواړی او زمونږ ښځی افغان، افغان ښځی دیته لیواله دی او ملا یی تړلی چی په ټولنه کی خپل حقوق او خپل ځای لا س ته راوړي. دوی د پارلمان مهم برخه جوړوی دوی په ښوونځیو کی لیدل کیږی، په پوهنتونونو او داسی نور.

د پوهنتون په ازموینه کی چی پکی اوه پنځوس زرو تنو برخه اخیستی وه تر ټولو لوړه نمره د هرات نه یوی جلی وگټله. نو ما هغه او شپږ تنه نور تر ټولو تکړه زده کونکی هند ته د انجنیری، طب او ساینس د برخی د لوړو زده کړو دتر سره کولو دپاره ولیږل.

مهمه دا ده چی اوس په لری پرتو سیمو کی روغتیایی چاری او د روغتییایی بیمی وضعه بهتره شویده. زه خوشحاله یم ، ډیر خوشحاله یم چی د کوچنیانو د ضآیع کیدو اندازه په زرو کی د یو سلو پنځه شپیتو نه په زرو کی یو سلو پنځه دیرشو ته را ټیټیه شویده.

نو دا ددی معنی لری چی په کال کی څلویښت زره ماشومان د ژوندی پاتی کیدو چانس لري. دا یوه غټه لاس ته راوړنه بلل کیدای شی چی زه ددی دپاره د نړیوالی ټولنی، متحده ایالاتو، د روغتیا نړیوالی اداری ، جاپان غوندی نورو ملگرونه هم یادونه کولای شو. چی ددی غټی لاس ته راوړنئ اومهم بریالیتوب په تر لاسه کولو کی یی مونږ سره مرسته وکړه.

ښایسته: د نن ورځی نه پنځلس کاله وروسته، افغانستان څنگه گورئ؟

ځواب: ډیر ښه هیواد، د نن ورځی نه هم ازاده او سوکاله، د نن ورځی نه پنځلس کاله وروسته یو دیموکراتیک افغانستان گورم، هغه افغانستان چی پکی ټولی اداری او موسسی به یی په پښو دریدلی وی هغه هیواد چی دامریکا او نورو دیموکراتیکوهیوادنو سره کلک ملگرتوب ولري او په خپلو لاس ته راوړنو به ویاړي او داسی یو هیواد چی د سولی او بشری حقوقو دیموکراتیکو ارزښتونو په تامینولو کی به تر ټولو زیات زیار اوباسي.

ښایسته: د مخدره موادو سره د مبارزی مسلی ته به بیا ورشو. حاجی بشیر نورزئ د نیویارک په زندان کی ده چی امریکا یی غټ بریالیتوب گڼی. دا مسله د افغانستان دپاره څه معنی لري؟

حامد کرزئ: مونږه پدی برخه کی ډیر فعاله یو د نړیوالی ټولنی په مرسته البته . تر هغی چی مونږه د مخدره موادو د تجارت، مافیا او په افغانستان کی دننه د هغوی د اړیکومخه ونه نیسو او په سمیه او نړی کی ددوی لارهبنده نه کړو نه بریالي کیږو. او دا هم په همدی برخه کی یو اقدام و خو پدی برخه کی د نورو گامونو د اوچتولو دپاره اړتیا شته. تر څو په نړی کی د بریاو مثآل وگرځو او نورو ته یی وښیو.

ښایسته: ښاغلی جمهور ریس تاسو ته د هغه مسلمان په سترگه گوری چی د غرب زیاته پلوی کوی. ستاسو ځواب پدی برخه کی څه ده.

حامد کرزئ: بلی، د غرب پلوی نه پوهیږم چی څنگه یی تاسو ته تعبی راو تعریف کړم. زه یو مسلمان یم. پدی ویاړم چی زه یو مسلمان یم. زه پدی ژور اعتقاد لرم چی د اسلام سپیڅلی دین د انسانیت یوجز ء دی. اسلام ، د نورو مذهبونو په شان د بشریت جز دی. د اسلام ښکلا او عظمت د نورو سره په یو ځای ژوند کولو کی ، په زغم ، د سولی په پراختیا ، مینی مهربانئ او بریالیتوب کی نغښی دی.

هغه کسان چی د اسلام په نوم خلک وژني، او خلکو ته ضرر رسوي د اسلام دښمنان دي او پدی کی هیڅ شک نشته. بلو پلو لویدیځ د افغانستان سره مرسته وکړه، لویدیځه نړی د افغانستان تر ټولو غټ مرسته روسونکئ دی.

د امریکا دخلکو د کار او زیار مالیات افغانستان ته راځي. د اروپا د خلکود کار مالیا په افغانستان لگیږی. جاپان د غرب برخه نده د جاپان د هیواد پیسی او مرستها و دنورو هیوادونو مرسته افغانستان ته رسیږی. بلی مونږ د هغوی پلوی کوو ځکه چی دوی زمونږسره مرسته کوی افغانستان د هغو سره چی ورسره مرسته کوی او غواړی افغانستان بله بڼه ولري، پکی خلک په هوسا ژوند وکړی او د نړی نورو خلکو سره په هم اهنگی، یووالی او سوله کی ژوند وکی. افغانستان به د هغوی ته خیانت ونه کړي. که وکړای شو دنوور دپاره دا وکړو نودا د خوشحالی ځای دی.

ښایسته: تاسی په دوه زره دوهم کال کی د یوی ځان وژونکئ دسیسی نه ژوندی پاتی شوی. ایا تاسوپدی عقیده لری چی تقدیر دا و چی ژوندی پاتی شئ؟

حامد کرزئ: دا د خدای کار و. پدی کی هیڅ شک نشته چی خدایتعالی غوښتل زه ژوندی پاتی شم او اوس هم ژوندی یم. او که خدای غوښتل چی ژوندی پاتی نشم نو پاتی به نشم.

ښایسته: ایا داسی شعر مونږ سره شریکولای شی چی ورسره د زړه له کومی مینه ولرئ. په دری پښتو او انگریزئ.

حامد کرزئ: زه کولای شم چی په دی دری سره ژبو تاسو ته شعر ولولم خو اول یی په کومه ژبه غواړئ پښتو دری او یا انگریزئ؟ په پیل کی به پښتو شعر واوروو.

حامد کرزئ: د نازو انا یو شعر چی دافغانستان لویه او نومیالئ شاعره ده. پښتو شعر:- او اسو یو په انگریزئ ژبه.

حامد کرزئ: په انگریزی ژبه د اوږدی مودی دپاره زما په زړه پوری شعر د لورد تی نی سن شعر دی چی داسی ده دا یواوږد شعر ده چی یوه لنډه برخه یی تاسو ته اوره وم. هغه اوښکه چی د غمجن زړه له تله سر چینه اخلي په سترگو کینی او د ښادی هغی دښتی ته چی مني سخت ځپلی نظر اچوی او د هغی ورځی سوچ کوی چی نور جنگ نه وي. ډیر ښه شعر ده.

او اسو به یو دری شعر. دری هم زمونږ خپله ژبه ده . اقبال ښایسته شعرونه لري . تاسو یو څو شیبی وخت را کی یو شعر لری د افغنستان په باب او یا هم بل شعر یی ده، ډیر ښه شعر، د بشریت په باب. د اقبال دري شعر.

ښایسته: څنگه مو سیاست ته مخه کړه؟ او د خپل زوی میرویس دپاره د څه شی هیله لرئ؟

حامدکرزئ: زه سیاست نه کوم . زه کوم سیاسی گوند نه لرم. او نه به یی ولرم. زما سیاست نه خوښیږی. زه د سیاست په خلاف یم. ما د افغانستاند ازادئ دپاره د روسانو سره مبارزه وکړه. او بیا می په خپل هیواد کی د تشدد په ضد مبارزه وکړه. د طالبانو او هغو گاونډیو سره چی غوښتل یی افغانستان اداره کړی مبارزه وکړه.

ما غوښتل خپل هیواد خپلواک وگورم. د ښو سړکونو، روغتیایی خدمتونو او معارف خاوند هیواد وگورم د نورو پرمخ تللو ملکونو په شان. د یوه انسان په توگه. زه ددی حق لرم چی پداسی هیواد کی ژوند وکړم چی خلک پکی هوسا وی سوله پکی تامین وي. دا هغه څه دي چی زه غواړم سر ته یی ورسوم. زما جمهوری ریاست یو چانس و. کله چی زه په یو دپاسه دوه زرم کی د طالبانو سره په جگړی اخته وم داسی فکرمی نه کاوه چی ژوندی به پاتی شم.

دسای اټکل می کاوه چی پهمدی لړ کی به ووژل شم خو خدای تعالی ما ته بل څه په نظر کی نیولی و او زه یی د افغانستان موقت جمهور ریس کړم. او وروسته جمهور ریس، ایا تاسو دا سیاست گڼئ نه پوهیږم؟ سیاست بل څه ده.

ښایسته: که وغواړی بیرته پخوا زمانی ته ور ستون شی نو کومه پریکړه به بدله کړی او ولی؟

حامد کرزئ: په یقین سره چی ځینی پریکړی به می بدلی کړی وای ما به په افغانستان کی په بی سولی کولو ډیر زور اچولای وای. ځینی کسان می چی ټاکلی و باید نه وای ټاکلي. او ځینی کارونه می چی سر ته رسولي بای دنه والی کړي. خو که له سره پیل وکړو خو په عمومی توگه به می اصؤل همدا سی وای.

کوشش به می کړای وای چی ټولو ته په حکومت کی برخه ورکړم. زه فکرکوم چی زما غټه لاس ته را وړنه دا ده چی افغانستان می یو ځل بیا د ټولو افغانانو گډ کور کړ چی دا یو فوق العاده غټ کار دی.

ښایسته: وروستئ سوال:- د پلارکیدو تر ټولو بهترینه برخه څه ده؟

حامد کرزئ: پلار کیدل ډیری ښی برخی لري خو تر ټولو ښه برخه یی چی ژوند ته خوشحالی او ځان وربښي داده ، لکه پروفیسور مجددی چی ما ته څوکاله مخکی ویل ته به پدی پوه شئ چی د زوئ دپاره مینه ستا په واک او لاس کی نه ده. خداوند تعالی داسی یوه مینه دی په زړه کی دربښي چی نشی کولای ورسره مقاومت وکړی.

ښایسته: هغه کومی شیبی دی چی تاسو خپل زوی ته نږدی کوي.

حامد کرزئ: هره شیبه.

ښایسته: تاسو شخصاً کله چی د ماشومانو ستونزی او رنځ گورئ نود بشر د ‏حقوقو او په مخدره موادو باندی د اخته شویو په باب څه احساس لرئ؟

حامد کرزئ: زه خوشحاله یم تاسو دا سوال وکړ. ما د یو دپاسه دوه زرم کال نه مخکی په مخدره موادو اخته کسان نه و لیدلی نو کله چی د افغانستان د مرکزی برخی غرونو ته لاړم ، زمونږ په ډله کی یو تن و چی تل به ریږدیدو او خپل دماغ او وجود یی خپل واک کی نه و.

نو ما وویل پدی سړي څه شوی نو نورو را ته وویل چی هغه په مخدره موادو اخته معتاد دی. د هغه ژوند زړه بوگونکئ و. نو په مخدره موادو د اخته کیدو ستونزه افغانستان ته راغلی، په گاونډیو هیوادونو کی د مهاجرت او د افغانستان د خلکو د نادارئ او غربت نتیجه ده.

اعتیاد کورنی او ټولنه له منځه وړی چی ورته ډیره اندیښنه لرم. او له بده مرغه مونږ پدی برخه کی د پاملرنی وړ کار ندی کړی نو ځکه دا زمونږ دپاره جدی مسله ده. مننه.

XS
SM
MD
LG