د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان هڅه کوي په درېیو کالو کې د ملاریا د تلفاتو شمېر نیم کړي


روغتیایي کارپوهانو اوس داسې یوه طرحه برابره کړې ده چې ویل کیږي نړیوالې ټولنې سره به مرسته وکړي څو تر دوه زره و لسم میلادي کاله پورې، د ملاریا له امله د تلفاتو شمېر، سم نیمایي ته راښکته کړي.

افریقایي هېوادونو د اپریل پنځه ویشتمه نېټه، د افریقا د ملاریا د ورځې په نامه نومولې ده. ملاریا یا لویه

تبه، یوه خطرناکه ناروغي ده چې که درملنه یې ونه شي نو کیدای شي د مړینې سبب وگرځي.

د افریقا په کلیوالي سیمو کې، ټوکماران د ځان دردۍ او نس ناستې په باب، طنزي کیسې کوي خو که په ریښتوني ډول وکتل شي، دغه ستونزې ډیرې جدي او د ملاریا یا لویې تبې له معتبرو نښو نښانو څخه دي.

ملاریا د ختمولو اداره داسې یو گډ ارگان دی چې په نولس سوه و اته نوییم کال کې د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک، او د ملگرو ملتونو د دوو نورو سازمانونو په برخه اخیستنې سره پرانیستل شوی دی.

ددې ادارې د مشرې، اوا میري کول سېک په وینا، له څلویښت څخه تر دیرش فیصده پورې ناروغان چې په افریقا کې د طبي ستونزو له امله مراجعه کوي، په ملاریا اخته دي.

له بلې خوا، ملاریا له پنځو کالو ښکته ماشومانو ته د مرگ یو عمده سبب دی. د ملاریا له گټورو او اغېزمنو درملو څخه، یو هم د آساک په نامه گولۍ دي چې په یو دوز ورکول کیږي.

دغه درمل هرو مرو د ملاریا پر ټولو ناروغانو مثبت تاثیر نه کوي. د آساک جوړوونکي وایي چې یو لوی سړي ته د دغو درملو بشپړ دوز، یو ډالر تمامیږي خو د سینیگال د ډاکار په پاستور انستیتوت کې ډاکټران وایي چې دغه یو ډالر هم د افریقا د کلیوالو لپاره ډېر گران دی.

په افریقا کې له دې ټولو هڅو سره سره، دلته په امریکا کې هم څیړونکي هڅه کوي چې د ملاریا د مخنیوي یوه لاره پیدا کړي.

د مریلنډ د جان هاپکینز پوهنتون څیړونکي غواړي د جینیتکي تغییراتو له لارې، د ملاریا په لیږدوونکو غوماشو کې داسې بدلون راولي چې د ملاریا د مکروب له لېږدولو څخه عاجزې شي.

بل پلو ساینس پوهان هم هیله من دي چې د ملاریا پر ضد واکسین جوړ کړي. په افریقا کې د ملاریا پر ضد سخته مبارزه روانه ده.

روغتیایي چارواکي خلکو ته د خوب پشه خانې او د غوماشو ضد مواد ورکوي او همدا راز کورنیو ته لارښوونه کوي چې څنگه له هغو څخه گټه واخلي. په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د ملاریا د غوڅونې هڅې پیل شوي خو په انفرادي ډول دا فعالیتونه محدود دي.

د بېلگې په توگه، د افریقا په لیرې پتو کلیو کې، ټوکماران یواځې خلک خندوي او هغو ته دا په یادوي چې ملاریا یوه سخته ناروغي ده چې باید له پامه ونه غورځي.

XS
SM
MD
LG