د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران مشهد ښار د فیروزو له مخې ډېر شهرت لري.


نوموړې ډبرې د ښار په اطراف کې له کانونو څخه استخراجیږي او وړو کارځایونو ته له وړلو وروسته، توږل کیږي او بیا په گاڼو کې کینول کیږي.

ډیری ایرانیان په فیروزه سمبال شوې گوتمۍ، غوږوالي او نور گاڼه پرځان پورې کوي ځکه هغوی باور لري چې د فیروزې ډبره هغو ته نیکمرغي په برخه کوي.

سربیره پر دې چې ایرانیان فیروزه د بدو سترگو نظرمات گڼي، دا عقیده هم لري چې دغه ډبره خپل خاوند ته شتمني په برخه کوي.

د مشهد ښار په رضا بازار کې، له فیروزو څخه جوړې شوې راز راز گاڼې خرڅیږي. شهرام فراهني یو له هغو کسانو څخه دی چې د یوې ټوټې گاڼې د پیرودلو لپاره دغه بازار ته راغلی.

فراهني وایي چې دی غواړي د فیروزې یوه گوتمۍ رانیسي ځکه هغه یې پر رنگ مین دی او د دې ترڅنگ یې د مشهد نورې قیمتي ډبرې هم خوښیږي.

یواځې ایرانیان فیروزه نه خوښوي بلکې د نړۍ زیات شمېر سیلانیان هم د دغې ښکلې ډبرې د پیرودلو لپاره مشهد ته ځي.

المانۍ سوزاني ویهر مولر چې له خپل مېړه سره یوځای ایران ته تللې ده وایي چې هغه له ایراني گاڼو سره ډېره مینه لري.

محمود چایچي په رضا بازار کې فیروزه خرڅوي. دی وایي چې دغه ډبرې ډېر خاصیتونه په ځان کې لري. یو بل وگړی، حسین مهدوي چې له نژدې ٢٦ کالو راهیسي د فیروزې د توږلو په دوکان کې کار کوي وایي چې د فیروزې قیمت ورځ په ورځ لوړیږي او خالصه فیروزه ښایي له سرو زرو څخه هم گرانه وي.

قیمتي ډبرې په ایران کې له پیړیو راهیسې د ودانیو په جوړښت کې کارول شوي چې اوس هم د جوماتونو په دننه او دباندې دیوالونو باندې ترسترگو کیږي.

سربېره پر دې د اصفهان په تاریخي ښار کې هم زیات شمېر لرغونې ودانۍ په فیروزو سینگار شوې دي. اصفهان، دنړۍ له لرغونو ځایونو څخه دی چې د یونسکو لخوا د تاریخي میراثونو په کتار کې شمېرل کیږي.

XS
SM
MD
LG