د لاس رسي وړ اتصالات

د کال١٩٩٠ د مې پر دوه ویشتمه جنوبی او شمالی یمن له ١٥٠ کالو جدایی څخه وروسته بیرته سره یو ځای سول او د یمن جمهوریت یې جوړ کړ


د یمن د بیرته یو ځای کېدلو په وخت کی د جنوبی یمن قدرت د کمونیسټانو او د شمالی یمن د قدرت واگي د محافظه کارو په لاس کی وی.

د شمالی یمن جمهوریس علی عبداله صالح د نوي جمهوریت دجمهوریس او د جنوبی یمن د سوشلیسټ گوند یو مشر علی سلیم البیض د جمهوریس د مرستیال په حيث وټاکل سو.

په کال ١٩٩٣ کی لومړني ازاد انتخابات وسول. یمن، چی د سعودی عربستان په جنوب کی پروت دی، په نولسمه پېړۍ کی د برټانیې او د عثمانی امپراطوری ترمنځ وېشل سوی وو.

ترکان په کال ١٩١٨ کی د شمال څخه وشړل سول خو برټانیې تر کال ١٩٦٧ پوری د جنوبی یمن قدرت په لاس کی درلود، او په همدغه کال په عربی نړۍ کی د لومړي ځل لپاره د جنوبی یمن مارکسیسټی دولت تاسیس سو.

په کال ١٩٩٠ کی یمن لکه څرنگه چی انتظار یې ایستل کېدی هغسی په کراره سره یو ځای نه سو.

په کال ١٩٩١ کی اقتصادی ستونزو یمن د سقوط سرحد ته ورساوه. او په کال ١٩٩۴ کی د شمالی یمن او جنوبی یمن ترمنځ د داخلی جنگ له امله د یمن حکومت د موقت وخت لپاره منحل سو.

په کال ١٩٩٧ کی ازاد انتخابات له سره ونیول سو، او یمن یوموټی پاته سو.

XS
SM
MD
LG