د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کی د ازلیه گلانو ملي جشن پیل شوی


په واشنگټن کې د یوی گڼې گوڼې او د شور و ځوگ نه ډک یو ځای دی. هر کال په همدی فصل کی په متحده ایالاتو کی د ازلیه نومي مختلفو ډولونو گلانو ملي جشن پیل کیږي.

دا هغه وخت دی چی ازلیه گلان خپل وروستې موج وهي. د ازلیه گلانو پدی ملي جشن کی ددغه گلانو پنځلس زره بوټي د تپو تر څنډو په ١٦ هکتاره ځمکه کی ځای کړل شوی دي.

د یو شمیر همدغو گلانو لپاره سږنی کال د غوړیدو شپیتم کال دی. دگلانو د روزنې د مسوولې باربارا بولاک دا اولسم کال دی چی ددغو گلانو لپاره خدمت کوی.

هغه وایی د جشن د ترسره کولو عمده دلیل همدغه د ازلیه گلانو مجموعه ده او د مینه والو لپاره یی مخه پرانستی ده او ددی گلانو د ښکلا یو دلیل دادی چی د هغه زړې څانگۍ پری کړل شوی نو خپله ځوانې بیا څرگندوی.

په واشنگټن کی د گیلاس گلونو د جشن لږ وروسته د ازلیه گلانو ملي جشن ترسره کیږی. باربارا بولاک وایی، نه پوهیږي چی ددغو گلانو څو ډولونه وجود لري خوپه کتاب کی ددغو گلانو اوه زره ډوله او اوه رنگه گلان راغلي.

ددغو گلانو ډیر شمیر یی په سیوری کی خپل ځانته یو نوی رنگ ورکوي. د ازلیه گلان د گلیندیل زراعتی ځمکو څخه راوړل شوی چی د خالص ترکیب شوي رنگ له امله د څو ډوله رنگونو څخه مخلوط شوی دی.

د مختلفو رنگونو،عطرونو او د هغه لپاره د مختلفو مرغانو راټولیدلو په واشنگټن کی د ازلیه گلانو دغه جشن ته یوه ځانگړې ښکلا او ښایست ورکړی دی.

هغه چا چی ددغه ځای په راز ځان پوه کړی هرکال ددغه ځایه لیدل غواړي. بارباراوایی دا به غوره وی چی نورشمیر خلک هم ددغه رازه ځان خبر کړي.

XS
SM
MD
LG