د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٨٨١ د مې پر یویشتمه نېټه د امریکا د بشری حقوقو مبارزینو کلارابرټن او اډولفس سولومانس د امریکا د سره صلیب د ټولنی اساس کښېښود


د کال ١٨٨١ د مې پر یویشتمه نېټه دامریکا د بشری حقوقو مبارزینو کلارابرټن او اډولفس سولومانس د امریکا د سره صلیب د ټولنی اساس کښېښود.

دا داسی یوه موسسه ده چی د بین المللی سره صلیب سره یو ځای فعالیت کوی او جنگ ځبلو خلکو او هغو کسانو ته بشری مرستی رسوي چی طبیعی آفتتونه ورباندی راغلي وي.

برټن په کال ١٨٢١ کی د مساچوسیتس په ایالت کی زېږېدلې وه او دامریکا دداخلی جنگ په وخت کی یې د ناروغانو او ټپیانو سره ډېری مرستی کړی وې او دخپلو نه ستړی کېدونکو هلو ځلو له امله د جنگ د میدان د ملایکی نوم ورته ورکړه سوی وو.

دا په کال ١٨٧٠ کی په اروپا کی وه چی د فرانسې او روسیې ترمنځ جنگ پیل سو.

دا په هغه وخت کی جزمنی ته ولاړه او د جبهې د شا له کرښو څخه یې د بین المللی سره صلیب سره همکاری کوله.

کلارا په کال ١٨٧٣ کی بیرته متحده ایالاتو ته ستنه سوه او څلور کاله وروسته یې د بین المللی سره صلیب د امریکا څانگه جوړه کړه.

د امریکا سره صلیب په کال ١٩٠٠ کی د مرکزی حکومت څخه خپل لومړنی منشور ترلاسه کړ.

کلارابرټن د خپل عمر د اتیا یمی لسیزی په کلونو کی لا د امریکا دس ره صلیب لارښودنه کوله او په کال ١٩١٢ کی وفات سوه.

XS
SM
MD
LG