د لاس رسي وړ اتصالات

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ملکى خلکو په مرگ ژوبله او افغانانو په مظاهرو تبصره کړېده


دا جگړې دافغانستان د جنوب په ېوه دره کې وشوې. خو ددى ترڅنگ په سوونو قهرجنو کلېوالو ددوشنبى په ورځ په شېنډنډ کې مظاهرې وکړې او وېل ېې چې په لسهاو ملکى خلک هغه وخت ووژل شول چې امرېکا ېانو دهوايي بمبارۍ غوښتنه وکړه.

د هېلمند د ولاېت د پولېسو نطاق نورخان نېکزاد وېلى دى چې مظاهره چېانو حکومتى ودانېو ته اور اچولى دى، او قېمتى شېان ېې ځنى وړي دى.

هغه ووېل چې په مظاهره چېانو کې څو ک ژوبل او زخمى شوى ندى، خو ېوشمېر خبرېالان وايى ېو شمېر مظاهره چېان هغه وخت ژوبل سول چې پولېس اوعسکر هلته د خلکو دمخنېوي لپاره ورغلل.

د امرېکا پوځ وايي د طالبانو خلاف جگړه د زرکوه په دره کې د جمعى او ېکشنبى په ورځ دهرات ښار په دېرش کېلومترۍ کې د جنوب خواته پېښه شوه.

دغه ځاى داېران سرحد ته نېژدى دى. د جگړې پروخت دامرېکا عسکرو له خپلې هوايي قوې نه لږ تر لږه دوه ځلې مرسته وغوښته.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې په دغه جگړه کې دامرېکا ېو عسکر د جمعى په ورځ مړشو. د اېتلاف د قواو په برخه کې دنورو ځانى تلفاتو رپوټ ندى راغلى.

ورځپاڼه په بگرام کې دامرېکا په مشرى داېتلاف د قواود ېو خبر لېک په حواله لېکى چې د جمعى د ورځى په اوله بمبارۍ کې ۴٩ تنه طآلبان او د هغوى دوه تنه مشران ووژل شول.

دېکشنبى په ورځ په دوېمه جگړه او بمبارۍ کې ٨٧ سر تېري، ووژل شول. دغى جگړې څوارلس ساعته په شدت سره دوام درلود.

نېوېارک ټاېمز د پارلېمان د ېو غړي مولوى گل احمد له قوله لېکى چې د محلى خلکو په وېنا په بمبارى کې ملکى کسان هم مړه شول او ېو شمېر ېې د تېښتى په حال کې په سېند کې ولوېدل او ډوب سول.

خبري اژانسونه په همدې اړه لېکى چې په مړو کې ېو شمېر ښځى اوماشومان هم شامل وو.

نېوېارک ټاېمزد مولوى گل احمد له قوله لېکى چې هغه دغه بمبارى محکومه کړه او وې وېل چې دغې جگړې ملکى خلک په غوسه کړېدى ځکه چې امرېکا ېانو د هغوى کورونه د شپې له خوانه تالاشى کړېدى.

ورځپاڼه لېکى چې مولوى گل احمد ووېل هغوى باېد دا کار ونکړى. دوى وايى چې١٣٠ طآلبان په دغو جگړو کې وژل شوېدى، داخبره سمه نده او هلته طالبان نشته.

ورځپآڼه واېې په افغانستان کې د شپې له خوانه دخلکو د کورونو تالاشى کول خصوصا په قبېلوى سېمو کې ډېر سخت بد گڼل کېږى ځکه د خلکو ددو د او دستو ر له مخى هغه کسان چې د کورنى غړى نه وى هغوى نشى کولى چې دکور هغه ځاى ته ورشى چې ښځى په کې اوسېږى.

دغه راز نآڅاپې تالاشېو محلىخلک خپه کړى وو او دهغى په نتېجه کې څو کاله مخکى دامرېکا قواو له افغان حکومت سره موافقه وکړه چې دوى به دخلکو کورونه دافغان مشرانو او ېا پولېسو له موجودېت نه پرته تالاشى کوى.

د افغانستان د بشرى حقوقو مستقل کومېسېون وايى چې داموافقه تراوسه پورې هم داعتبار وړده خو امرېکا ېې قواوې هروخت پرې عمل نه کوى.

نېوېارک ټاېمز لېکى دهرات ولاېت چې دا جگړه په کې پېښه شوه په عمومى ډول ارام وى. خو د زرکوه په دره کې پښتانه پراته دى او دهېلمند له ولاېت سره چې ېاغېان پکى ډېردى گډ سرحد لرى. Karzai says Afghans lose patience over killings د روېټر خبري اژانس لېکى چې دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي د چارشنبى په ورځ خبردارى ورکه چې د افغانانو حوصله نوره د غربى قواو په واسطه دملکېانو په مرگ ژوبله باندى مخ په کمېدو ده.

غربى قواوې په افغانستان کې په سر تېرو طالبانو پسى گرځى.

ښاغلى کرزي ووېل دملکېانو نوره مرگ ژوبله به بد عواقب ولرى. روېټر لېکى تېره اونى تقرېبا ٦٠ تنه افغانان په هغو برېدونو کې ووژل شول چې دامرېکا په مشرۍ قواو سرته ورسول.

روېټر د افغان چارواکېو په حواله لېکى چې ددغو پېښو په سبب دامرېکا او کرزي پر ضد څلور ورځنى مظاهرې وشوې. ښاغلى کرزي خبرېالانو ته ووېل موږ نور دملکېانو تلفات نسو قبلولى. دغه بار نور درنېږى او زموږ لپاره ډېره سخته سوېده.

روېټر لېکى چې مظاهره چېانو په دې سبب د کرزى داستعفى غوښتنه کوله چې هغه دمر گ ژوبلى په مخنېوى کې ناکام سو.

روېټر د حکومت د ېو پخوانى وزېر حمېدالله طرزى له قوله لېکى چې دا اوسنى کوچنى مظاهرې لا تراوسه پورې د کرزى حکومت له کوم مهم مشکل سره نه مخامخوى خو دابه هغه وخت ډېرې جدى سى چې مرگ ژوبله پاېته ونه رسېږى.

روېټر د ښاغلى کرزى له قوله لېکى چې دده حکومت څو څو ځلى دامرېکا اوناټوقوماندانانو ته وېلى دى چې پر طالبانو باندى خپلى حملى د حکومت سره د همکارى او تفاهم په نتېجه کې وکړى.

هغه ووېل پکارده چې دکورونو تالاشى بنده شى او دملکېانو د مرگ د مخنېوى لپاره پوره آحتېاط وسى.

XS
SM
MD
LG