د لاس رسي وړ اتصالات

اېران وايى له اروپايي اتحا د سره به  داټومى پروگرام په باب خبرى راتلونکې پنجشنبى ته وکړي


ېران وايى ددوى د اټومى چارو معتبر مرکچى به له اروپايي اتحا د سره داټومى پروگرام په باب د راتلونکې پنجشنبى په ورځ خبرى وکړي.

د اېران رسمى خبري اژانس اېرنا نن د ېکشنبى په ورځ د دغه هېواد د خارجه وزېر له قوله ووېل اېران او اروپايى اتحآد په دې موافقه وکړه چې د پنجشنبى په ورځ خبرې و کړى خو هغه د خبرو د له سره پېل کېدلو لپاره دملاقات ځاى لاندى ټاکل شوې.

هغه دا اعلان ېو څو ساعته وروسته له هغه نه وکه چې وې وېل دا مجلس ځنډېدلى دى. داېران او اروپايى اتحآد ترمنځ دخبرو مقصد دهغه جنجال ختمول دى چې د اېران د اټومى پروگرام په سر را پېدا سوېدى.

اېران په دې برخه کې دملگرو ملتونو په هغه پرېکړه لېک باندى ځان کوڼ کړېدى چې پراېران باندى امرکوي چې دخپلو ېورانېمو غنى کونگ په ټپه ودروى.

XS
SM
MD
LG