د پاکستان د سترى محکمى پخوانى رئېس قاضى القضات افتخار چوهدرى، د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز د مارچ په مېاشت کې له قدرت نه دناوړه استفادې په تور له وظېفى نه برطرف که.
د هغه بر طرفى په پاکستان کې دستر سېاسى جنجال سبب سوه. ښاغلى افتخار چوهدري په پاکستان کې د حکومت په لاس کې د اقتدار د تمرکز خلاف په سختو الفاظو خبرى کړېدى.
هغه د جنرال پروېز مشرف نوم ندى ېاد کړى خو قاضى القضات افتخار چوهدرى ووېل چې باېد دېوې ادارې اوېا ېو شخص په لاس کې دقدرت د تمرکز مخه ونېول شى، ځکه چې دهغه په وېنا قدرت سړى فاسدوي او مطلق قدرت په مطلق ډول د فساد سبب کېږى.
ښاغلى چوهدري داسلام اباد په ستره محکمه کې د شنبى په ورځ د خپلو پلوېانو په منځ کې له دې اصولو نه د فاع وکړه چې په حکومت کې دې اقتدار په ادارو کې له ېوبل نه جلاشى.
هغه په دې ضرورت ټېنگار وکه چې قضاېئه قوه دې د ې دحکومت له اجرائېه قوې نه جلا او مستقله واوسى. عمران خان دکراچۍ ښار ته له تللو نه منع شوېدى.
د پاکستان چارواکېو دمخالف گوند مشهور سېاستمدار عمران خان د کراچى ښار ته له سفر کولو نه منع کړېدى.
هغه په کراچى کې د وروستى مرگ ژوبلى پړه دحاکم گوند پرغړېو ور اچولى وه. چارواکى دکرکټ دغه نامتو لوبغاړى چې اوس په سېاست کې برخه اخلى د کراچى ښارته ترېوې مېاشتى پورې سفرنشى کولى.
عمران خان د متحده قومى تحرېک مشر الطاف حسېن د کراچى په هغه مرگ ژوبله کې ملامت بولى چې دمى په ١٢مه نېټه پېښه شوه او څلوېښت کسان پکى مړه شول.
هغه دغه رقېب سېاسمدار ترهگر بللى دى او وايي چې دى دا نېت لرى چې الطاف حسېن به چې په لندن کې اوسېږى دهمدغو مرگ ژوبلو په سر محکمى ته کش کړى.
په کراچى ښار کې بلوا هغه وخت وشوله چې د حکومت پلوېانو د حکومت له مخالفېنوسره د برطرف شوى قاضى القضات افتخار چوهدرى د سفر په وخت کې