د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا او اېران دعراق د امنېت په باب په بغداد کې مجلس کوى


په عراق کې دامرېکا سفېر وايي په عراق کې داېران له سفېر سره خبرو زېاتره عملى جنبه درلوده او دواړو خواو په دې موافقه وکړه چې دوى په عرا ق کې ثبات غواړى.

په عراق کې د امرېکا سفېر رېان کراکر وايى نن د دوشنبى په ورځ په بغداد کې د امرېکا او اېران د سفېرانو ترمنځ مجلس اولنى مجلس دى په دومره لوړه سوېه له درو لسېزو نه وروسته کېږى او څو ساعته ېې دوام درلود.

سفېر کراکر وايى ده داېران سفېر حسن کاظمى ته ووېل چې اېران باېد په عراق کې له هغو سرتېرو سره مرسته بنده کړى چې دعراق او امرېکا له قواوسره جگړه کوى.

د اېرن په پاېتخت تهران کې مشران وايي چې دوى په عراق کې دېاغېانو د حملو مسوولېت نلرى.

د امرېکا حکومت له اېران سره دېپلوماتېکى اړېکى وروسته له هغه نه وشلولې چې ېو شمېر گوندي ځوانان په اېران کې د امرېکا پر سفارت د ١٩٧٩ مېلادى کال د نوومبر په مېاشت کې ورننوتل او د سفارت غړي ېې برمته کړل.

سپېنه مآڼۍ وايي د بغداد په خبرو کې به دهغه نړېوال جنجال ېادونه ونشى، چې له اېران سره ېې دهغوى د اټومى پروگرام په باب لرى . همدارنگه به په اېران کې دامرېکا د اتباعو د بند او زندان د مساېلوېادونه هم ونشى.

XS
SM
MD
LG