د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېېلو د فلسطېن د پارلمان ېوغړى نېولى دى


د فلسطین جمهور ریس محمود عباس وایی چی د راتلونکی پنجشنبی په ورځ به د اسراییلو د صدر اعظم اهود اولمرت سره د روان تشدد سره سره د امریکا په نوښت د مذاکراتو لړی ته دوام ورکړی.

ښاغلی عباس دا ونه ویل چی دوی دواړه به په کوم ځای کی سره وگوری. د اسراییلو او فلسطین مشرانو د مارچ په میاشت کی موافقه کړی وه چی په هرو دوو اونیو کی به له یو بل سره ملاقات کوی.

نن د غزی په تړانگه کی د اسراییلو عسکرو د فلسطین دوه تنه جنگیالی په جگړه کی ووژل.

ویل کیږی چی دغه دوه تنه د حماس د ډلی مبارزین دی، او همدا شان وایی چی د اسراییلو پوځ دوه تنه نور هم نیولی دی.

د اسراییلو پوځ ویلی چی په لویدیځه غاړه کی یی د مهاجرو په یوه کمپ کی د شپی د خوا په یوه حمله کی څلور هغه کسان نیولی چی پسی گرځیدل.

فلسطینیان وایی چی د دغو نیول شوو کسانو په جمله کی یو تن د فلسطین د پارلمان غړ ی دی چی د فتح په گوند پوری اړه لری.

XS
SM
MD
LG