د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان صوبی په دېره الله ېار ولسوالئ کې څلور کسان ووژل شول


پاکستانی مقامات واېې چه د بلوچستان صوبی په دېره الله ېار ولسوالئ کې د سی شنبی په ورځ د امنېتی قواو او شک لاندی قباېلی ېاغېانو سره د ټوپکو په ډزو کې څلور کسان ووژل شول.

حکومتی ماموران واېې چه اوکسان په دغو ډزو کی ژوبل شوی دي. ډزې هغه وخت ونښتلی چه د پاکستان امنېتی قواو د حکومت د طرفدارو قباېلو په ملگرتېا د ېاغی بلوڅو په ېو پټ مرکز باندی حمله وکړه.

د حکومت ېو طرفدار بلوڅ هم ووژل شو. مامورېن واېې چه د وژل شوو کسانو نه ېې دوه کسان لاروی خلک وو چه د داوړو خواو په ډزو کې راگېر شوی وو.

بلوڅان د تقرېبا ېوې لسېزې راهېسی د پاکستان د امنېتی قواو په خلاف جنگېږی او غواړی چه په خپلو طبعی منابعو کې ورته د پاکستان حکومت مناسبه برخه ورکړی.

XS
SM
MD
LG