د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دښځو د سینې سرطان


په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې دروغتیايي خدمتونو په پراخیدو پدغه هیواد کې دښځو دسینې دسرطان دناروغۍ دناروغانو پیژندل هم اسان شوي دي، خو لا تراوسه هم ددې ناروغۍ دناروغا و ددرملنې په برخه کې ډیر څه ندي شوي.

په افغانستان کې دنورو ناروغیو په څیر دسینې دسرطان دناروغانو کره او دقیق شمیر هم ندی څرګند دعامې روغتیا وزارت مرستیاله ډاکټره نادره حیات ددی کار لامل ددغې ناروغۍ دتشخیص دمرکزونو نشتوالی ګڼي.

ډاکټره نادره حیات برهاني دعامې روغتیا وزارت مرستیاله که څه هم چې دکابل درابعه بلخي په ښځینه یوه روغتون کې په یوه کال کې پدې ناروغۍ ۱۸ میرمنې ترعملیاتو لاندې نیول شوي خو لا هم ددې ناروغۍ ډیری ناروغانو د درملنې لپاره ګاونډیو هی ادونو ته ځي.

دوهاج د تشخیصیه انستیتوت مشر ډاکټر محمد هاشم وهاج وائي چي ددې کار علت په افغانستان کې له هستوي انرژۍ نه په طبابت کې کار اخستنې په برخه کې نیمګړتیاوی ګڼي.

خو ډاکټره نادره حیات بیا وايي چې پدې برخه کې یو شمیر ګامونه پورته شوي.

ډاکټره نادره حیات برهاني دعامې روغتیا وزارت مرستیاله د نړیوال بانک وايي چي دیوه رپورټ له مخې په افغانستان کې په تیرو دریو کلونو کې دروغتیايي خدمتونو کچه پراخه شوې اوس نیږدې ۸۵ په سلو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس لری خو ددې پرمختګ سره سره اوس هم هر کال په زرګونه میندې د ولادت او په زرګونه ماشومان دپنځه کلنۍ عمر ته له رسیدو دمخه پدغه هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG