د لاس رسي وړ اتصالات

"په پاکستان کې قضاېې جنجال په سېاسى جنجال بدل شوى..."


دواشنگټن پوسټ ورځپانه دمې په دېرشمه نېټه لېکى چې په پاکستان کې قضاېې جنجال په سېاسى جنجال بدل شوى او د جنرال مشرف حکومت ېې لړزولى دى.

د لاس انجلس ټاېمزورځپاڼې د پنځو برتانوېانو دنېولو په باب تبصره کړېده. او س به ددغى تبصرى لنډېز واورئ دنړۍ دمطبوعاتو تبصرې دواشنگټن پوسټ دمى دېرشمه ، ٢٠٠٧ مېلادى کال.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى نېژدى درى مېاشتى کېږى چې په پاکستان کې قضايى شخړه را پېدا شوېده او د جمهوررئېس پروېز مشرف حکومت ېې لړزولى دى. د پاکستان قاضى القضات افتخار چوهدرى داول ځل لپاره دهغه مجلس تفصېل په خپله سوگند نامه کې برابر کړېدى چې دملک جمهوررئېس او د نظامى استخباراتومشرانو پرې زور واچاوه چې له خپلى وظېفى نه استعفى وکړى.

ښاغلى چوهدرى په خپله سوگندنامه کې دغه بېان په تفصېل سره لېکلى دى او دهغه وکېلانو دغه بېا ن په رسمى ډول ثبت کړېدى.

د غه رسمى رپوټ وايي چې قاضى افتخار چوهدرى د مارچ په نهمه نېټه د مشرف پوځى استوگنځى ته وغوښتل شو او د پنځو ساعتونو لپاره ډېر زېات زوراو فشار پرې واچول شو چې ېا استعفى وکړى او که نه نو له عموى شرم او خجالت سره به مخامخ شى.

د واشنگټن پوسټ رپوټ وايي چې قاضى افتخار چوهدرى له استعفى نه انکاروکه او حکومت هم هغه په کور کېناوه. له هماغه وخت راهېسىپه پاکستان کې سېاسى گډوډى او ناکرارى موجوده ده.

د هغه هم مسلکه وکېلانو او قاضېانو دهغه په ملاتړ کې مظاهرې وکړې، د حکومت مخالفو سېاستمدارانو هم همدا کاروکړ.

د هغوى دلېل داو چې جنرال مشرف د پوځ د ېو جنرال او مشر په حېث غواړى چې داځوانه دېموکراسى وځپى.

جنرال مشرف او دهغه انډېوالانو مخالفېن په دې تورن کړل چې د وى د چوهدرى د بر طرفى نه سېاسى مسله جوړوى.

دغه جنجال په مرگ ژوبله بدل سو، د حکومت د مخالفېنېو او جنرال مشرف د پلوېانو ترمنځ نښتو کې تر څلوېښتو نه زېات کسان په کراچى کې ووژل شول.

حکومت وايي قاضى القضات چوهدرى په دې برطرف کړېدى چې د خپل مقام له قدرت نه ېې ناوړه استفاده کوله او په دې کار کې د خپلو خپلوانو پالنه او د حکومت له مال نه غېر قانونى استفاده شامله وه.

د ستر ى محکمى د پخوانى رئېس وکېلان وايي جنرال مشرف قاضې القضات جوهدرى دعناد او کېنى په سبب له کار نه لېرى کړېدى.

د چوهدرى په رسمى سوگندنامه کې راغلى دى چې دمارچ دنهمې نېټى په مجلس کې له جنرال مشرف نه علاوه د پاکستان لومړى وزېر او داستخباراتو ددرى گونو څانگو مشران هم شامل وو.

جنرال مشرف هغه الزامونه ولوستل چې پر چوهدرى لگول شوى وو او وې وېل چې که استعفى وکړي نو ېو ه مناسبه لاره به ورسره ونېول شى او که استعفى ونکړى نو له عامى، استهزا او رسواېۍ سره به مخامخ شى.

کله چې چوهدرى له استعفى نه انکار وکه نو مشرف په ډېره غوسه له مجلس نه ووت. د ښاغلى چوهدرى په بېان کې راغلى دى چې له دېنه وروسته نورو چارواکېو پرهغه باندى فشار اچولو ته ادامه ورکړه خو شواهد ېې ندى وړاندې کړى.

چوهدرى ته اجازه ورنکړل شوه چې له هغه ځاى نه د پاتى وخت لپاره ولاړشى. کله چې هغه خوشى شو نو دنظامى استخباراتو مشر ورته ووېل دا بده ورځ ده اوس تا د ځان لپاره بله لاره غوره کړه.

چوهدرى ادعا کوى چې دى او دده کورنى د څوورځو لپاره په خپل کور کې دنظر بند په توگه وساتل شول.

واشنگټن پوسټ لېکى قاضى القضات افتخار چوهدرى جنرال مشرف مقرر کړى وخو هغه له خپل تعلېق نه مخکى مېاشتوکې مستقله لاره غوره کړې وه.

توقع وه چې دى په څو مهمو دعواگانو کې چې په راتلونکو انتخاباتو باندى اثر غورځولى شى د قاضى په حېث وظېفه اجراکاندى.

لاس انجلس ټاېمز دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه دمې په دېر شمه نېټه لېکى ېوشمېر کسانو دعراقى پولېسو په ېونېفورم کې د سه شنبى په ورځ پنځه برتانوېان د عراق د مالېې له وزار ت نه وتښتول.

پردى سر بېره دموټر بم په دوو چاودنو کې ٣٣ کسان په بغداد کې ووژل شول. لاس انجلس ټاېمز وايي دعراق دمالى وزارت مخى ته د پولېسو په لسهاو موټر راتاو سول او برېد کوونکى دمالېې وزارت ته ور ننوتل او پنځه تنه بر تانوېان ېې ونېول اوولاړل.

د برتانېې سفارت په بغداد کې داخبر تائېدکړېدى چې پنځه برتانوېان د سهار په ېوولسو بجو او او پنځوس دقېقو د مالېې له وزارت نه تښتول شوېدى.

ورځپاڼه د روېټر خبرى اژانس له قوله لېکى چې برمته کوونکېو نارې وهلى چې خارجېان چېرته دى خارجېان چېرته دى.

د برتانېې د سفارت نطاقه وايي د سفارت ماموران دعراق له امنېتى چارواکېو سره په دې خبره مذاکرات کوى چې دامعلومه کړى چې دبرتانوېانو دخوشى کولولپاره کاروکړى.

XS
SM
MD
LG