د لاس رسي وړ اتصالات

یو هلیکوپتر یې په افغانستان کی ویشتل سوی او اووه عسکر په کی وژل سوي دي


دغو مامورینو ویلي دي چی چینوک ډوله هلیکوپتر یې پرون د چهارشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی د کجکي ښارگوټي ته نژدې چی د دښمن سیمه ده را وغورځول سو.

دا سیمه په دې وروستیو میاشتو کی د ناتو او یاغي طالبانو تر منځ د سختو جگړو صحنه ده.

د طالبانو نطاقان وایی چی دا هلیکوپتر ددوی د ډلي سړیو ویشتلی دی. د ناتو مامورین وایی چی پر هغو عسکرو چی ددې پېښي ځای ته ورغلي وو پټه حمله وسوه او هغوی هوایی ملاتړ وغوښت چی وروسته پر حمله کونکو باندی هوایی بمبارۍ وسوې.

د امریکا یوه نظامي صاحب منصب برید جنرال پیري ویگینز دلته په واشنگټن کی وویل چی امریکایی او ائتلافي قواوو په دې وروستیو میاشتو کی طالبانو ته زیات تاوانونه رسولي دي او د هغوي ځیني مشران یې هم وژلي دي، مگر هغه خبرداری ورکړ چی جگړه لا نه ده ختمه سوې.

XS
SM
MD
LG